تورغر مې راته يادشي اوسپين غر مې راياديږي
مــــماڼې اوګـــورګــــورې اونښترمـــې راياديږي
مــــوسم دپسرلــي دی هــــره خوا وږمې خورې دي
سندرې دقـــــمريانـو هـــــرسحــــر مــــــې راياديږي
دپيغلـــــو کتارونــــــه په اوږو سره، شنــــه منګي
رنګين دپسرلــــــي په څېر ګــــودر مې راياديږي
چــــــې جوړ به يې فضاکـــې يوانځـــور دمحبت کړ
د زاڼــــوکــتارونــــه او لښکـــــــر مــــــــې راياديږي
چـــې کله څوک دلـــــوړوغرو نومونه راته واخلـــــي
سالنګ ،کوهاټ ،شمشاداوماهيپر مې راياديږي
امــــــو نه رانيولې تر بولانـــــــه تر جېلمـــــــــــــــه
شمله دپښتونخوا رنګين خيبر مې راياديږي
( روشنـــــــه )داهېواد موږته ډالـــۍ دهيچا نده
پدې چې خاورې شوی هر يوسر مې راياديږي
روشـــــــــــــــــن
وروستي