
حقمل
بي بي سي له يوې مودې رادېخوا د كرزي په ضد تبليغات كوي، د دولت ضعف، اداري فساد، د بهرنيو مرستو تالان، په رشوت، اختلاس او د مخدره موادو په قاچاق کې د لوړ پوړو چارواكو لاس لرل او دې ته ورته تبليغات خو پرېږدئ حتى د كرزي د ورور په اړه وايي چې د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري!! د جمهوري رياست په انتخاباتو کې ئې دا هڅه كوله چې انتخابات دوهم ځل ته انتقال شي، له انتخاباتو نه وروسته په دې هڅي کې ده چې وښيي په انتخاباتو کې په پراخه پيمانه درغلۍ شوې، داسي تبصرې خپروي چې گواكي امريكايي چارواكي هم د انتخاباتو له څرنگوالي نه شاكي دي، گواكي هولبروك كرزي ته په جدي الفاظو سره ويلي چې په انتخاباتو کې په پراخه پيمانه درغلي شوې!! دا په داسي حال کې چې اوباما د افغانستان انتخابات ستره بريا وگڼله!! بايد وگورو چې بريتانيا له دې تبليغاتو نه څه موخه لري؟ آيا كرزى په بل كس بدلول غواړي؟ آيا عبدالله ته پر كرزي ترجيح وركوي؟ له دې ترجيح نه ئې غرض څه دئ؟ آيا غواړي د افغانستان لانجه داسي پړاو ته ورسېږي چې دا هېواد تجزيه شي، همغه كار چې دوى په عراق کې غوښتو، شيعه وو ته د قدرت انتقال، كردانو ته خپلواكه سيمه وركول، عرب سنيان له حكومت نه ايستل او په دې توگه د تلپاتې شخړي اور په عراق کې بلول؟! آيا غواړي همدا كار په افغانستان کې وكړي؟ غواړي قومي حساسيتونه وپاروي، پرچميانو او شوراى نظار ته د تاجكانو د استازو په توگه په اقتدار کې مزيد برخه وركړي، دومره چې نورو قومونو ته په هيڅ صورت کې د منلو وړ نه وي او په دې سره دا هېواد د نه حل كېدونكي بحران په لوري بوځي؟!!
كه په تېرو څو كلونو کې د افغانستان په اړه د بريتانيا سياستونه په پام کې ولرو نو دې پوښتنو ته په آسانۍ سره ځواب موندلى شو. بريتانيا د حزب په خلاف د شوراى نظار ډله جگړو ته هڅوله، له پرچميانو سره ئې د دې ډلي د ائتلاف ملاتړ كاوو، د دې ائتلاف په گټه او د حزب اسلامي په ضد ئې په پراخه پيمانه تبليغات كول، د بريتانيا د استخباراتو مأمورين گمارل شوي وو چې په پنجشير کې د شوراى نظار د مشاورينو په توگه عمل وكړي، د انتوني ديويس په څېر كسان ئې گمارلي ول چې د مسعود لپاره فيلمونه جوړ او په تلويزيونونو کې ئې خپاره كړي، دا نن چې د لمر او طلوع تلويزيون كوم فيلمونه خپروي همدغو په اصطلاح خبريالانو خو په حقيقت کې جاسوسانو جوړ كړي، جنرال دوستم ته ئې پيسې (بانك نوټونه) چاپولې، كله چې طالبان صحنې ته راووتل او د حزب اسلامي په ضد ئې جگړه پيل كړه او له شا نه ئې د حزب پر مجاهدينو بريد وكړ نو بي بي سي په شور ځوږ سره او په پراخه پيمانه د طالبانو ستاينه كوله، د هغوى په اړه ئې ويل چې بې مثاله امنيت راولي، ټوپكيان خلع سلاح كوي، ملت له مخكنيو جهادي ډلو ناراض دئ او د طالبانو ملاتړ كوي... د طالبانو او شمالي ټلوالي تر منځ د جگړو په دوران كي ئې د شمالي ټلوالي حمايت او د طالبانو مخالفت كولو، د دې ټلوالي تر ټولو فعال دفتر په لندن كي وو، هر څومره چې طالبان مخكي تلل او شمالي ټلواله په شا تمبېده له دې ائتلاف سره د غرب او تر ټولو زيات د لندن خواخوږي ورسره زياتېده، د مزار او تخار له سقوط نه وروسته دا خواخوږي خپل اوج ته ورسېده، مسعود ته بلنه وركړى شوه چې اروپا ته سفر وكړي او د اروپا د پارلمان له رئيس سره وگوري، دومره تبليغات ئې ورته وكړل چې په اروپا كي مېشت يو مسلمان ئې د مسعود په ضد استشهادي عملياتو ته وهڅاوو.
انگرېزانو د طالبانو د حكومت له نسكورېدو وروسته غوښتل چې ظاهرشاه د پاچا په توگه افغانستان ته ستون شي، خو چې دا كار ونه شو نو غوښتل ئې چې عبدالستار سيرت د موقت حكومت په سر كي ومنل شي، د بن د خائنانه غونډي اكثريت ئې دې ته چمتو كړي ول چې هغه ته رأيه وركړي، خو نورو هېوادو ورسره توافق ونه كړ، په نتيجه كي ئې كرزى راوړاندي كړى شو، انگرېزانو سيرت ته ترجيح وركوله، هغه سيرت چې د جمهوري رياست په مخكنيو انتخاباتو كي ئې رأيي د پارلمان د يوه غړي په اندازه هم نه وې!!
په تېرو اتو كلونو كي د بريتانيا هڅه دا وه چې وښيي روان مقاومت له پاكستانه خړوبه كېږي، پاكستان پيسې او وسلې وركوي، په داسي حال كي چې پاكستان په سلگونو مجاهدين ونيول او امريكا ته ئې لاس پښې تړلي وسپارل، د ناټو ټول اكمالات د پاكستان له لاري كېدل، د طالبانو حكومت امريكايانو نه بلكي پاكستان نسكور كړى، د بريد په پيل كي د امريكائي الوتكو اته اويا زره الوتني د پاكسان له لاري تر سره شوې، چې هري يوې ئې خپل بمونه او راكټي په افغانانو ورولې او بېرته هغو اډو ته ستنې شوې چې پاكستان امريكايانو ته وركړې وې!! د پاكستان له پراخي مرستي پرته نه دوى كابل په دومره آسانۍ سره نيولى شو او نه تراوسه دلته پاته كېدلى شو، دوى تل ټينگار كړى چې جگړه د ډيورنډ له كرښي واوړي او لمن ئې د پاكستان پښتون مېشتو سيمو ته وغزېږي، د افغانانو داسي ډلي ئې خوښېدلې چې په دې لار كي ترې كار اخيستى شي، دوه ډلي دې ته چمتو وې: پرچم او شوراى نظار، دا دواړه ډلي د ډبل جاسوسانو اډې دي، څوك چې غواړي جاسوسان استخدام كړي نو دغو اډو ته ولاړ شي، روسيې، هند، ايران، بريتانيا، امريكا، فرانسې، اسرائيل او د حقيقي اسلام ټولو دښمنانو خپل جواسيس له دغو اډو نه استخدام كړي، د قرآن په اصطلاح دا د هغو خلكو لپاره كمين ځي (مرصاد) دي چې تل له خداى او د ده له پيغمبر سره جنگېدلي!!
په دې كي هيڅ شك نشته چې د كرزي او عبدالله ترمنځ به د آراءو د توپير تناسب لږ تر لږ دومره وي چې په مخكنيو انتخاباتو كي د كرزي او قانوني ترمنځ وو، كه عبدالله ته د قانوني نيمايي رأيي هم وركړى شي نو په دې حيرانتيا په كار ده، په دې انتخاباتو كي كرزي ته په پروان، پنجشير، بدخشان، كاپيسا او تخار كي تر مخكي زياتي رأيي وركړى شوې، محقق، دوستم او د شيعه وو ټولي ډلي د ايران په وينا له كرزي سره يوځاى شوې او په انتخاباتو كي ئې د ده مرسته او حمايت كاوو، په مخكنيو انتخاباتو كي د دغو ډلو مجموعي رأيي تر قانوني زياتي وې، دې ته په پام سره ويلي شو چې كه عبدالله د قانوني نيمايي رأيي هم ترلاسه كړي نو دا به د آراءو په شمېرلو كي د تزوير او لاسوهنو په وجه وي نه بل څه!! خو گورو چې غربي كړۍ د رأى اچولو له ورځي نه مخكي دا تبليغات پيل كړي ول چې د مطرح كانديدانو تر منځ به توپير كم وي او انتخابات به دوهم ځل ته انتقال شي!! اشرف غني او ياسيني د دې لپاره راوړاندي كړى شوي وو چې د پښتنو رأيي ووېشل شي، او انتخابات دوهم پړاو ته وغزول شي، دوى ته دا كار ډېر آسان دئ چې د انتخاباتو نتايج څنگه چې غواړي همغسي ئې اعلان كړي، هم د انتخاباتو په كميسيون كي او هم د شكاياتو اورېدو كميسيون كي افغان او غير افغان غړي د دوى د خوښي كسان دي، د شكاياتو اورېدو كميسيون درې غړي بهرنيان دي او دوه ئې افغانان!! كه ووايو چې افغان غړي تر بهرنيو زيات د دوى اوامرو ته منقاد دي نو حقيقت مو ويلى، د كميسيونونو غړي به همغه څه وايي چې دوى ئې ورته وايي، دوى په ډېري آسانۍ سره ويلى شي چې شكايتونه جدي وو، تقلب، تخلف او تخطي زياته وه، د فلان فلان سيمي رأيي لغو يا صندوقونه قرنطين شول!! د انتخاباتو وروستۍ پرېكړه بهرنيان كوي نه افغانان، د شكاياتو پنځه كسيز كميسيون به وايي چې انتخابات د منلو وړ دي كه نه!! كه اشغالگرانو د ائتلافي حكومت جوړولو پرېكړه كړې وي نو يقيناً چې دا انتخابات به باطل اعلانېږي. دوى په پارلماني انتخاباتو كي همدا كار وكړ، كه د ټولو هغو كسانو د راتلو مخه ئې ونه نيولى شوه چې په پارلمان كي ئې د دوى شتون نه خوښېدو نو دومره ئې وكړى شو چې پارلمان ته د ډېرو د رسېدو مخه ونيسي او ډېر هغه بريالي كړي چې په عادلانه او آزادانه انتخاباتو كي ئې د بريا هيڅ امكان نه وو. د جمهوري رياست انتخاباتو وښوده چې كمونيستانو ته د رأى وركوونكو شمېر نږدې (%0.1) كي يعني په دېرشو مليونو كي څلوېښت زره وو، خو تاسو وليدل چې په پارلمان او كابينې كي د دوى شمېر څومره وو؟! د كابينې شپږ وزيران كمونستان ول!! بريتانيا مخكي د انتخاباتو په ځاى د لويي جرگې ملاتړ كاوو، گمان ئې دا وو چې لويي جرگې ته به يوازي خانان، ملكان، اربابان او قومي مشران لار مومي، دوى به د ظاهر شاه ملاتړ كوي، هغه قيادت به په شا تمبول كېږي چې د جهاد په كلونو كي راوړاندي شوى او د ولس مشري ورپه برخه شوې، د پارلماني انتخاباتو له نتايجو خوشحاله نه ول، تل ئې د همدې امريكايي پارلمان په ضد تبليغات كول، خو اوس غواړي په افغانستان كي داسي نظام راشي چې د جمهور رئيس تر څنگ صدراعظم هم ولري، ولاياتو ته زيات واك او اختيارات وركړى شي، د بريتانيا نظام ته ورته نظام، تشريفاتي ملكه او واكمن صدراعظم، همداسي نظام د افغانستان د تجزيې مقدمه گڼي، غواړي د انتخاباتو نتايج داسي راووځي چې د اقتدار لانجه د آراءو له مخي نه بلكي د يوې داسي راكړي وركړي له مخي وټاكل شي چې د دوى دا اهداف ترسره شي، كرزى جمهور رئيس او عبدالله صدراعظم وي، دوى پوهېږي چې دا د لانجې د تشديد لار ده او په دې سره كولى شي قومي تعصبات مزيد وپاروي او ملي وحدت تضعيف كړي، دوى په دې هم نه دي راضي چې فهيم د كرزي معاون غوره شوى، له كومي ورځي چې هغه د معاون په توگه غوره شو نو په غرب كي د جنگي جنايتكار تر څنگ د مخدره موادو د قاچاقچې نوم هم وركړى شو!! باور مو دا دئ چې د ده په خلاف د وروستيو تبليغاتو لړۍ په دې خاطر پيل شوه چې د ده دريځ د هغي منصوبې خلاف وو چې انگرېزانو د افغانستان لپاره جوړه كړې، پښتانه او غيرپښتانه سره جنگول، د افغانانو د ملي وحدت مخنيوى، او د افغانستان تجزيه.
پوښتنه دا ده چې دا عبدالله څنگه سپين باز شو، مگر په هغو جنگي جناياتو كي چې شوراى نظار ترسره كړي د عبدالله ونډه تر فهيم كمه ده؟!! مگر د مخدره موادو، لاجورد او زمرد په قاچاق كي عبدالله د دوى سرخېل نه دئ؟!! دا څنگه د شوراى نظار مشر ته د اتل لقب وركوي!! او له كمونيستانو سره د ده د ارتباط مامور (عبدالله) د جمهوري رياست انتخاباتو ته راوړاندي كوي!! او د همدې ډلي بل غړى د هغو جناياتو په تور چې دغي ډلي كړي په حكومت كي د برخي اخيستو وړ نه گڼي!! مگر د شوراى نظار جنايات تر جنبش ملي كم دي؟! كه جنبش عام خلك وژلي شوراى نظار په سلگونو جهادي شخصيتونه په پنجشير، تخار، پروان، كاپيسا، كابل، بدخشان، بغلان، مزار او سمنگان كي وژلي، كابل دغي ډلي په كنډوالو بدل كړ، د نجيب د حكومت له نسكورېدو تر نن پوري په ټولو هغو جگړو كي دې ډلي برخه درلوده چې منصوبې ئې په مسكو، لندن او واشنكټن كي جوړي شوې، په دغو اتو كلونو كي يوازي په مزار كي په لسگونو شخصيتونه د دوى له لوري ترور شول، د دغو انتخاباتو په دوران كي په تخار كي مولوى خير محمد د حزب اسلامى پخوانى د جهاد امير ئې له څلورو نورو شخصيتونو سره په دې نامه او د دې لپاره ترور كړل چې د كرزي ملاتړ ئې كاوو، په همدې مياشت كي د كندز په قلعه زال كي د حزب اسلامي د نوميالى قومندان تيمور شاه په كور امريكايانو بريد وكړ او هغه ئې د كورنۍ له څو غړو سره شهيدان كړل، له دې نه معلومېږي چې اشغالگرانو او د دوى ذليلو بړېڅو دا پرېكړه كړې چې آزادي غوښتونكي جهادي شخصيتونه ترور كړي، ځيني د بهرنيو ځواكونو په لاس او ځيني د دوى د غلامانو په لاس، غواړي افغان ولس له خداى پالو مشرانو محروم كړي. كه جنرال دوستم د جنبش د جناياتو لپاره د محاكمې وړ وي نو د شوراى نظار مشرانو ته څنگه د اتل لقب وركول كېږي؟!! آيا دا د دې لپاره نه ده چې كه څوك د حزب اسلامي په ضد جنگېدلى نو د غرب له نظره اتل دئ، كه څوك نن د انگرېزانو تر قومندې لاندي د افغانانو په ضد جنگېږي اتل دئ، كه څوك د اسلام په ضد د انگرېزانو منصوبې پلي كوي نو اتل دئ او كه دا كار ونه كړي مجرم او د محاكمې وړ دئ!! باور لرو چې كه دا نن د شوراى نظار پاتې برخه د انگرېزانو تر قومندې لاندي كار كولو نه لاس واخلي نو د عبدالله په اړه به بي بي سي همغه څه وايي چې اوس ئې د فهيم په اړه وايي!!
دا ډله له داسي كړيو او افرادو جوړه شوې چې د پيسو او اقتدار لپاره دين، وطن او عزت پلورلو ته چمتو دي، باور وكړئ چې كه د اسرائيلو صدراعظم ورته ووايي چې ارگ ته مو په دې شرط رسوو چې زما بوټونه ښكول كړئ نو دوى به په خاپوړو ورروانېږي او بوټونه به ئې ښكولوي، كه څه هم د گور په ژۍ ولاړ وي!!
د انگرېزانو وروستى شرارت له هغي تبصرې معلومولى شئ چې بي بي سي د يوې معروفي انگرېزۍ ورځپاڼي په حواله نشر كړ، چې په كي ويل شوي: په افغانستان كي د كليشنكوفونو بيعه لوړه شوې، وجه ئې دا ده چې شمال ته انتقالېږي!!! يعني دا چې شمالي ټلواله ئې په كابل كي اخلي او شمال ته ئې د دې لپاره انتقالوي چې كه د انتخاباتو نتايج د دوى په مزاج برابر اعلان نه شول نو په وسله وال پاڅون به لاس پوري كوي!! د دې تبصرې شيطاني موخه كاملاً څرگنده ده او هغه دا چې د انتخاباتو نتايج بايد د كرزي په گټه اعلان نشي كه نه نو د عبدالله پلويان به وسله وال پاڅون وكړي!! هغه افغانان چې د خپل هېواد له وضعيته خبر دي، د سياسي ډلو او د دوى د غړو ماهيت او سابقه ورته معلومه ده په دې ښه پوهېږي چې نه دا ډله د وسلو پېرلو ته اړ دي او نه د پاڅون شهامت لري، كه وسلو ته ضرورت پيدا كړي نو ايران او روسيه به ئې وركوي او كه د پاڅون همت او شهامت په كې وى نو نه به روسانو ته تسليمېدل او نه به ئې امريكايانو ته ويل چې لوى لوى بمونه ووروئ، لومړى خط راته مات كړئ چې موږ مخكي ولاړ شو!! چا چې په پنجشير، كابل او پروان كي امريكايانو ته خصوصي زندانونه جوړ كړل، مشرانو ئې په اروپا او امريكا كي بنگلې جوړي كړې، د كابل تر ټولو ستري ستري بنگلې د دوى دي، كوږ پكول ئې لري وغورځاوو او اوس هره ورځ له سينگارځيو نه له اوتو شوو وېښتانو سره راوځي، د سپاه پاسدان انقلاب ايران برگ دسمالونه ئې پرېښودل او اوس برگي نيكټايۍ اچوي، او ... دا به څنگه پاڅون كوي؟!! د دوى هغه برخه چې د جگړي توان ئې درلود، پرون د روسانو په څنگ كي جنگېدل او نن د امريكايانو تر قومندې لاندي دي او د كرزي ملاتړ كوي، دوى د نجيب حكومت د نسكورېدو پر مهال د جنرال دوستم د مټو په زور كابل ته ننوتل او د طالبانو د حكومت د نسكورېدو پر مهال د بي 52 تر وزر لاندي كابل ته ننوتل، ټوله شمالي ټلواله يوازي د حزب اسلامي مقابله نشوى كولى، كه طالبانو له شا نه پر حزب بريد نه وى كړى نو په همغه كال به د دې خبيثي او وطن پلورونكې ډلي ټغر د تل لپاره ټول شوى وو، دوى په گډه يوازي د طالبانو په وړاندي مقاومت ونشو كړى، په داسي حال كي چې روسيې، ايران او هند په پراخه پيمانه نظامي او مالي مرستي ورسره كولې، اوس به هغوى څنگه پاڅون كوي؟!! اوس خو ايران او روسيه د امريكايانو ملگرتيا كوي، روسيه دې ته چمتو شوه چې د ناټو ځواكونو ته د روسيې له لاري اكمالات وشي، تهران ټولي ايران پلوه شيعه ډلي دې ته تياري كړې چې د امريكايانو ملگرتيا وكړي او په انتخاباتو كي د كرزي په خوا كي ودرېږي!!
موږ لا د مخه ويل چې انتخابات د بهرنيو ځواكونو په شته والي كي له يوې خندوونكي لوبي پرته بل څه نشي كېدى، دغه اشغالگر ځواكونه چې دا د لوبو په څېر خندوونكي انتخابات يوه لويه بريا او لاسته راوړنه گڼي هغه مهال ئې د انتخاباتو په ځاى د لويي جرگې ملاتړ كاوو چې حزب اسلامي پر انتخاباتو ټينگار كاوو، اوس به هم د هر هغه انتخاباتو مخالفت كوي چې حزب اسلامي په كي برخه واخلي، دوى ښه پوهېږي چې د ملت اكثريت د حزب ملاتړ كوي، ملت نوري ډلي وآزمويلې، ټولي ناكامي شوې، دا ورته عملاً ثابته شوه چې له حزب اسلامي نه پرته هيڅ ډله يو قوي او ځواكمن حكومت نشي جوړولى، له حزب اسلامي سره د دغو بهرنيو ځواكونو د شديد مخالفت يوه ستره او اساسي وجه همدا ده، د افغان ولس په ټولو قومونو او پرگنو كي د حزب پراخ نفوذ، د حزب په ليكو كي د ځوانانو، منورينو، علماءو او اسلامپالو افغانانو پراخ حضور د دې باعث شوى چې د اشغالگرانو د سترگو اغزى وي او اقتدار ته د دې حزب د رسېدو مخه په هره بيعه ونيسي، هر حالت ومني خو دا ونه زغمي چې اقتدار د حزب په لاس كي پرېوځي. خو إن شاء الله همغه څه به كېږي چې دوى ئې نه غواړي.