نه يې خزان،خزان که،نه يې هم تورتم وواژه
سېلۍ راوالوته،پرګل يې پروت شبنم وواژه
زه به دې اوس د بګرام جېله کيسې چاته کوم
ريبار ځانمرګي او جانان هوايي بم وواژه
په ما د وخت دا احسان پاتې و،دا يې هم پوره کړ
زما په مخکې،زما وروستى ارمان يې هم وواژه
وروستي