
موږ دخپل تاریخ په اوږدو کې په نظامي،سیاسي،ټولینز او فرهنګي برخو کې ډیرستر اتلان یامیړنې لرو، چې هروخت یې په غونډو اومجلسونو کې ستایو .
خو اوس یو شمېر داسي میړنې هم زموږ په افغان ملت کې پیدا سوي چې تعداد یې ډیر کم اما کړنې یې دستایلو دې. د دغو مېړنيو له ډلې څخه یو هم دقندهار ولایت اوسیدونکی حاجي احمدمقصود دی، چې څه دپاسه دري لسیږي کیږي، چې دسویډن په مالمو ښار کېدمهاجریت ژوند کوي، اما دافغاني احساس اوپښتونولي له مخې یې له خپلو بې وزلو افغانانو سره خپله خواخوږي او مرسته جاري ساتلې ده. موږ چې په بلوچستان کې کډوال یو دیو لړ زیاتو ستونزو سره لاس اوګریوان یو . زه هڅه کوم چې دهغو بې وزلو خلکو چې له لوی څښتن څخه پرته يې بل څوکدپوښتنې اومرستي نسته، ږغ یې درسینو اوخصوصآ دځینوفیسبوکې پاڼو له لاري تر هېوادوالو پوري ورسوم .د داسې بې وزله افغان کډوال وروڼو اوخویندو يو شمېر هم په بلوچستان کې میشت دي. په اروپااو امریکا کې ځینې میشت افغان وطنپالان ماته مرسته رالېږي او بیا يې زه مرسته تر اړمنو خلکو پوري رسوم. زه غواړم دغه وطنپال او خير ښېګڼې خلک هریو به جلا،جلا توګه درسنیو له لاري تاسو هېوادوالو ته معرفي کړم. له دغې جملې څخه یو هم حاجې صاحب مقصود دی چې ددرو یتمیانو د زده کړې ټول مصارف یې تر دوولسمو ټولګیو پورې په غاړه واخېستل او هره میاشت دهمدې درې تنو، چې یوه یې انجلۍ او دوه يې هلکان دي، دمیاشتې کورني مصارف
رالېږي او زه يې تر دوی رسوم.
الله پاک دې داسې مېړني نور هم ډېر کړي.