«که ښځه ښه وي، له کور څخه نه را وځي!»

 
وایې خاموشي او سکوت د پیاوړو او پوهو خلکو کار دی. سمه ده..مونږ به څه نه وایو، سبا د مارچ اتمه د میرمنو ورځ ده د نورو هیوادنو په شمول به افغانستان کې هم ولمانځل شي.
وې لمانځئد حق او آزادۍنعره یی پورته کړئ،زمونږ يې څه.
هسې ما ویل چې د کومې ښځې چې په اصطلاح آزادېدي، تعلیم یا کار لپاره له کور څخه ووځي هغو لپاره مو څه کړي دي چې سبا به مو فېسبوک او نورې رسنۍپر سر اخيستي وي د ښځو د حق څخه به دفاع او د ظلم په خلاف به یېغږ پورته کوي؟
خبره داسې ده چې دا قوم درست کال همدا انجونې او ښځو سره چې په ملي بسونو کې کارونو یا پوهنتنونو ته ځې کوښښ کوي چې له چانس سره برابر اوږه یا نس ورسره وسولي، بهانه یې هم جوړه ده..که ښځه ښه ښځه وي له کوره نه وتله، ښځې خو یا د ګور وي يا د کور.
په روغتون کې له نرس څخه نیولې تر یو عاديکاریګر کوښښ کوي ښځه په یوه نه بله بهانه لمس کړي، په دفتر کې په یوه انجلي درست دفتر مین دی، پر لاره ولاړه انجلۍد بایسیکل والا څخه نیولې تر موټر والا پورې یېتر کوره د رسولوو شوقیان دي، په محفلونو او غونډو کې مو تر ټولو وړاندېد ښځو جامو تنګ والي ته پام وي، په مراسمو کې د ښځو عکسونه له هرې زاویېچې امکان یېوی نیولو ته یې غله شته، که کومه ښځه د سړک پر سر ولاړه وي شل موټرونه ورته ولاړ هر یو خپل چانس آزمايي، بهانه یې هم جوړه ده، که ښځه ښه وی، له کوره نه وتله!
په مسجدنو کې په تنکیو انجونو جنسي تیری کیږي او بيا د همدې مسجدونو له لاوډ سپیکرو څخه چې د ښځو د علم او آزادۍپرخلاف غږ پورته کیږي،چې اسلام او ټولنه د بربادۍپه لور روانه ده، په ټولنه کې د ښو ښځو کمیدیښځې بې ستره ګرځي، ښځې له سینګاره سره بهر را ووځي، ښځې د میړه له حقوق څخه خبرې نه دي، ښځې نورې پاکېنه دي.
دلته چې کله هلک د نجلي سره واده پریکړه وکړي نو د اخلاق او ښایست پر ځایورته لومړیدا سوال پیدا شي،چې جلکۍبه پیغله وي او کنه؛همدا نارینه درسته شپه د بد اخلاقو ښځو په غيږه د شراب په نشه کې مست شپه ړنا کوي، ټوله شپه د خرابو فلمونو په لیدو سبا کوي، همدویپه تصور او خیالونو کې د هیڅ انجلي سره د جنسي عمل کولو څخه نه را ګرځي، د یوه پر ځاي یي د لسو انجونو نومونه په موبایل کې په بیلا بیلو شفرونو ثبت وي، دلته په بازارنو کې پر ښځو نومونه ایښودل کیږي، مال، کوتره، نغمه په بیلا بیلو لقبونو یادیږي، دلته چې نارینه یو بل ته کنځلې هم کوي نو یي مور خور یا ښځه یادوي، خپل د کور ښځې په شل پردو کې بندې ساتي خو د باندېيې له ښځو څخه لومړیسوال د پلار یا خاوند په اړه وي چې څه نومیږي څه کار کوي.
بیا نو د یوه مُلا په وینا چې کله په فرخندې د صحرايي محکمې حکم وشي نو د کابل ټول نارینه یې د جرم شاهد شي اوهلته په کليو کې بیا د فرخنده خوېندې درست کلي په کاڼو په سره رنګ سینګاره کړي لکه دلته چې هره ګناه یوازې ښځې کوي.
کله کله مې فکر یوسي چې خدای پاک ښځو ته ولې د حجاب حکم ورکړی دی، ولې نارینوو ته سر تر پښو پر تور یا سپین پوښ کې د نغاړیدو حکم نشته، دلته څوک باید ځان په پردو کې ونغاړي، فکرونه د چا وړوکي او محدود دي، دلته څوک باید ځان پوښ او خپل مخالف جنس د دوزخ له اور څخه وژغوري؟
د حیا ورځ، د حجاب ورځ، د مور ورځ د ښځو ورځ، هغه ټولنه کې چې په یوې ۶کلنې انجلي د هوس تنده ماتیږي، هلته به ولمانځو داسې ورځې، څه فرق کوي، زموږ کلتور کې به یوه اخلاقي ورځ ور اضافه شي د نړۍپر مختللي هیوادنو سره به سیالي برابره کړو، وبه لمانځو سبا اتم مارچ، د ښځو ورځ!
زرلښته افغان