اسماعيل خان کومو غورو کې دى؟

د غبرګون وېبلاک را استونه
http://gbargon.blogfa.com/
رېښتيا هم چې دا د سرزورو هېواد دى،چې سړى پکې چوپه خوله وي،څوک يې په خوله پياز هم نه خوري،خو چې لږ يې د سړيتوب له بړستنې پښې ووېستې نو بيا هماغه هم په هر څه پوهېږي،هم د دې هېواد واکدار کېداى شي او بس چې څه غواړي هغه د نه سړيتوب د کچې په زياتوالي سره خپلولاى شي.
\"\"
اسماعيل خان د څو هېوادونو په يوه څو اړخيزه غونډه کې د افغانستان استازولي کوي  ډېر افسوس!!!
د دې ډلې کسانو څخه يو هم بېسواده اسماعيل خان وګڼئ،ده خداى وهلي نه چېرته په کوم نړيوال پوهنتون کې لوړې زده کړې کړي،نه له موره کوم نابغه پيدا دى،نه يې فکر کوم ملي او د خلکو په خوښه رامنځته شوى فکر دى خو بس دغومره ده چې پورتنى فورمول يې پر ځان ښه سهي عملي کړى،دى خدايزده د جهاد وخت کې رېښتيا هم په جهاد بوخت و کنه او که و هم نو دا خو يوه ايماني او اسلامي فريضه وه،نه يوازې دى،بلکې؛په ټوله کې زموږ ډېروهېوادوالو دغه اسلامي_ملي فريضه پر ځاى کړه،له سپېڅلي جهاد وروسته اسماعيل خان هم د يو شمېر نورو ځان غوندې خلکو په شان د پردي پالنې د پياوړې روحيې په لرلو سره د هېواد په ورانولو او د ځان واکمنولو پسې را واخېسته،دومره يې داحس پياوړى شو چې په ډېرو لږو ورځو کې يې د لويديزو ولايتونو ټولې واګې په لاس کې واخېستې،د هرات د ګمرک عوايد يې ټول د خپل شخصي جېب برخه وګڼله،د خپلو مخالفينو وژل يې خپل روا حق وباله،ايران سره يې  په افغانستان کې دقومي او ژبنيو اورونو په پياوړي کولو کې فعاله مرسته او ملګرتيا وکړه،دايران د يوه ستر جاسوس په توګه يې د شمال ټلوالې د يوه غړي په صفت هغه څه وکړل چې د ويلو نه دي،له نورو ټوپکوالو او جنايتکارو سره د اسماعيل خان توپېر دا و چې ده ځان په يو له هغو ګوتو په شمارو ټوپکمارو کې حساب کړ چې بهرنيان پرې د ملاتړ لرونکي سړي ګومان وکړي،له همدې امله وه چې د کرزي په واکمنيدو سره دغه ټوپکمار يو ځل بيا پر هراتيانو خوارانو واکمن شو،سره له دې چې خلک وايي هرات ته يې کار وکړ،د هرات سړکونه يې جوړ کړل او خلک ترې خوشاله دي خو دا د ده د شخصيت د ښه والي دلايل په دې نه شي کېداى چې هرات د افغانستان له ٣٢قانوني ولايتونو څخه يوازې يو ولايت دى خو هېره دې نه وي چې د ګوتو په شمارو هغو ولايتونو څخه دى چې ډېر زيات عوايد او ګټې دولت ته ورکولاى شي خو له بده مرغه چې دغه ټوپکوال پرې د واکمنۍ پر مهال د دې ولايت ټول عوايد او اقتصادي لاسته راوړنې پخپل جېب کې واچولې،دولت ته يې يوه انۍ هم ورنه کړه او که کوم سړک نېم يې پوخ کړى وي ياخلک ترې خوشاله وي دا خو نو د هغو عوايدو د زرمې برخه زرمه برخه لګښت هم نه غواړي.
\"
 
 
 
 
 
 
 
دا بيا کومو سوچونو کې دى؟
د اسماعيل خان په اړه يوه بله د کېدو خبره چې ډېرى خلک،رسنۍ او شنونکي پرې سترګې پټوي دا ده چې ده تر هر چا ډېر د پښتنو په ځورونه او وژنه کې ډېرې هڅې وکړې،د دې کار ښه بېلګه يې همدا د کرزي د دورې په لومړيو کې چې کرزى يې د ديموکراسۍ د واکمنۍ طلايي او لومړني کلونه ګڼي،اسماعيل خان پکې ښه په سرو سترګو د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې چې ټول پکې پښتانه مجاهدين او په هېواد مېن خلک مېشت دي داسې وژنې،ځورونې او ډارونې وکړې چې د تش په نومو نړيوالو بشري ادارو،کرزي او اړوندو شعاريانو خولې خلاصې پاتې وې،خو د ليکنې په سر کې په دې هېواد کې د سوکاله او نېکمرغه ژوند د فورمول علت و او دى چې اسماعيل خان صيب لا هم سرې سترګې ګرځي،کله چې د هرات دوالي په توګه له دندې نه پوهېږم چې د کرزي،او ملګرو په زور او امر خو نه بلکې په څومره جرګو،مرکواو زاريو چې کابل ته د برېښنا د وزير په توګه راوبلل شو نو د شمال ټلوالې يارانو سره يې د خپل شعار له مخې پخوانۍ ژمنې او عادتونه وپالل،په څرګنده يې ځان د کرزي پلوى او ملانړى ښوده خو په پټه يې د وسې هومره د شمال ټلوالې شعار(قوم پالنه،پښتون ځورونه،جنايتکاري او ځانپالنه)ښه په نره پاله،په وزارت کې يې هم دې شعار ته ژمنو خلکو ته ښه ځاى او موقف ورکړ،په ولاياتو کې يې هم د دې نظريې خلک پياوړي کړل،او تر ټولو ستره او تاريخي جنايتکارانه چاره يې دا چې د ټولو قانوني پړاوونو تر پاى ته رسېدو وروسته يې هم ځان د دې پريکړې پر وړاندې خنډ کړ چې د ننګرهار پښتانه د کابل د نغلو له برېښنا څخه برخمن شي!
\"همه
ناوړه چارې د سړي سترګې ټيټوي!
دې ته وايي په يو وېشته پېړۍ کې د ښاغلي کرزي ولسواکه اداره،د افغان خوارکي ولس برخليک او د واکمنانو د شخصيت څرنګوالى!
دې هڅو سره،سره د اسماعيل خان زړه پر خوار افغان او پښتون ولس يخ نه شو،د ځان ځلونې په پرلپسې هڅه کې يې يوه بله ډېره شرموونکې هغه دا وکړه چې د ډېر اټکل له مخې د يو شمېر نورو چارواکو او بدنومو څېرو په شان يې پر خپل موټريز کاروان خدايزه،چاودنه او يا ځانمرګى بريد ديو پلان له مخې ترسره  او پکې د ځان د مهم ښودلو يوه بېلګه وړاندې کړه،ورسره خوا کې يې بله غټه موخه دا وه چې دا وښيى چې د دې کار لامل د هرات د چارواکو کمزورى والى او ناپوهي ده او بايده ده چې دغه چارواکي له دندو ګوښه او پر ځاى يې د ده په خبره د ده په شان مجاهدين!پر دندو وګومارل شي.
د ليکنې په سريزه کې د راغلي فورمول په رڼا کې ويلاى شو چې اسماعيل خان به په دې هڅه کې هم بريالى شي،دا کار به هم وکړي ځکه رسنۍ وايي چې کرزي ورسره د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال ژمنه کړې وه چې د ده په خوښه د هرات د نوو چارواکو په ګومارلو سره به د هرات د عوايدو يوه برخه بيا د ده ملکيت وګرځوي.
دا وو د هرات د نماېشي امير ناښاغلي اسماعيل خان په اړه څو خبرې،د ده په شان جنايتکارو له منګولو څخه د افغان خوارکي ولس د خلاصون په هيله!