د عطا تروريستی څيرې نوی رنګ واخيست:

لکه څنګه چی ټولو هیواد والو ته معلومه ده استاد عطا محمد نور د هیواد یو د با ارزښته ولایت والیانو څخه دی، چی په تیرو  اوو کلنو کې یې د دولت له ننګوونې او شخصی جیب ډکونې پرته بل کار نه دی کړی ، که څه کار هم شوی، هغه هم د بلخ ( مزار ) د سوداګرو لخوا تر سره شوی،  چی په هغه کی هم ده ښاغلی خپله سلنه تر لاسه کړی .
 
د استاد عطا محمد نور ظاهر د جهاد له مودی را په دیخوا تر ولایت وړاندی په یوه بڼه وو ،  منظمی افغانی جامی ؛  ښائسته ( اوږده)  ږیره او پکول به یی پر سر کوله  او د ولایت له نیونې وروسته کاملا غربئ معلومیږی ، هره دریشی یې زرګونه ډالره قیمت لری ، سر یې لوڅ شوی ، ږیره یی  برس کړی  او داسی نور.................
 
نومړی ښاغلی که څه هم کیدای د هیواد نورو سیمو خلکو ته یو بریالی والی معلوم شی ، خو له دی نه دی خبر چی ددی ښاغلی بریالیتوب په څه کی دی ؟
 
نومړی په بلخ ولایت کی له والی نیولی تر جوالی او خانه سامان پوری خپل کسان په دندو ګومارلی ، د غلو  ،  شوکمارو ، سړی تښتونو،  ترهګرو ( تروریستانو) او په ټولیزه  د مخدره توکو دمافیای قاچاق ډله د ده خپله ده او کله هم چی وغواړی خپل رقیبان له مخی لری کولای شی
 
لکه څنګه چی اشرف رمضان یی ترور کړ او له مکارئ نه یی پر مړی هم ورته و ژړل ، زمونږ هزاره وو ورونو دری ورځی د کابل ـ مزار لار وتړله او چیغی یی وهلی خو مرکزی دولت یې غږ و ا نه ورید
 
وروسته له  هغی د نوموړی ښاغلی تروریستی ډلی د حزب اسلامی افغانستان څوارلس تنه پخوانی قوماندانان تیر کال په مختلفو شکلونو ترور او شهیدان کړل ، چی د هغوی د کورنیو غږ هم مرکزی دولت وا نه ورید خو خدای دی سلاکار وزیر او د پکتیا والی ښاغلی جمعه خان همدرد تر ډیرو ژوندئ لری ، چی په مزار شریف کی یی تیر کال د همدغو شهیدانو په یاد غونډه جوړه کړه ، او د دوی د قاتلینو غوښتونکی شو
 
 
دې ښاغلی اوس ترور په بله بڼه پیل کړی ، چی هغه هم د پولیسو او ملی امنیت په واسطه کوی ، تاسو ټول به اوریدلی وی ، چی تیره ورځ د مزار شریف د زراغت کارتی په سیمه کی یو تن ملی سوداګر یوسف خیر خواه  له  خپل موټر چلونکی سره ترور شو ، خو ترورستان هم په دی اخو ډب کی وژل سوی او هم ژوندی نیول شوی ، او تر کومه ځایه چی معلومه ده نیول شوی کسان د کورنیو چارو وزارت  ته انتقال کړی ، معلومه به شی چی د کورنیو چارو وزارت په دی توانمند دی چی د  ښاغلی عطا له څیرې نقاب پورته کړی؟؟؟
 
بهاند اجمیر- مزار شریف