کيڼ لاسي خلک  دا ډول  ځانګړتياوې لري

 
لومړۍ :څه پيښيږي ،چې يو څوک کيڼ لاسی شي؟
ددې پوښتنې په ځواب لا تراوسه پورې څيړونکي په مکمل ډول ندي مطمين،مګر زياتو څيړنو داجوته کړې ،چې دطبيعت او ژنونو دپيچلي تعامل ددې مسلې دڅيړلولامل شوی دی .په داسې حال کې د(کيڼ لاسو ژنونو) په اړه تر اوسه ځانکړی ژن ندی پيداشوی،مګر هغه څه ،چې مونږ ېې وينو دادي ،چې کيڼ لاسي خلک  په خپلو کورنيو کې دهغوی په نسب ښې اړيکه لري .
خو داچې څه لامل کيږي ،چې يو څوک کيڼ لاسی او يا ښی لاسی شي دفيزيړلوژيکي برخې پوهانو دې پوښتنې ته لاره پيدا کړې .
دويم :کيڼ لاسي په اروايي ناروغيو  داخته کېدو تر خطر لاندې دي .
کيڼ لاسي په ټولنه کې لس سلنه برخه جوړوي ،څېړونکو دا پيدا کړې ،چې په ټولنه کې په هغوی  کې  دعصبي او اروايي ناروغيو کچه لوړه ده.
څېړنو په زياته اندازه دا پيدا کړې ،چې شل سلنه ناروغۍ ،چې دهغو له ډلې څخه اسکېزوفرني هم ده په کيڼ لاسو کې پيداشوې دي،مګر نن ورځ تازه څېړنو څرګنده کړې ،چې شايد دغه ډول ناروغۍ په کيڼ لاسو کې له شل سلنه څخه هم زياتې وي.
دريم :دانسان ماغزه په دوو برخو ويشل شوي دي ،ښۍ برخه او چپه برخه .زيات خلک دزياتو فعاليتونو دترسره کولو لپاره لکه خبرې کول دمغزو په چپې برخې پورې اړه لري.زيات ښي لاسي په دې ډله کې قرار لري .مګر شاوخوا دېرش سلنه کيڼ لاسي دمغزو فعاليت دمغزو په چپې برخې پورې اړه لري او پاتې اويا سلنه ېې په دوو برخو ويشل شوي دي .
دنويو څېړنو په اساس دانسان دمغز نيمايي برخه په غالب ګومان د روزمره  فعاليتونو دزياتوالي لامل کيږي ،چې په همدې خاطر،چې ديادونې ،ناهوښيارۍ او اروايي ستونزې په کيڼ لاسو کې زياتې وي .که وغواړو ،چې دباليني شرايطو له لوري هغوی پرتله کړو،نو زياتو څېړنو پيدا کړې ،چې  رواتويد او دګوارشي  زخم  دښي لاسو په پرتله په کيڼ لاسو کې زيات پيدا کيږي .
څلورم: دکيڼ لاسو او چپ لاسو په خبرو او اوېدلو کې فرق وي.
کيڼ لاسي دټيټو اوظريفو غږونو اورېدو لوړ قدرت لري .جالبه ده ،چې وپوهيږی دمغز نيمه چپه اوښی برخه هره يوه ېې دځينو غږونو په درک او تحليل کې خاص قدرت لري او څه ،چې واضح دي دمغزو نيمه ښۍ برخه يعنی هغه برخه ،چې کيڼ لاسي ېې زيات کاروي دټيټو او دقيقو غږونو په تحليل او شناخت کې زيات قدرت لري  .
پنځم:کيڼ لاسي قوي هنره دي .
دکيڼ لاسو هنر اوخلاقيت  دښي لاسو په پرتله  زيات دي .هغوی جالب او پيچلی فکر کوي او د دوستانو په يوې ډله کې ښه وړانديزوه وړاندې کوي .څېړنو داموندلې ،چې کيڼ لاسي ديو کار او طريقې په ټاکلو کې ډير کم دهغې په منفي برخه فکر کوي او په همدې خاطر په هغوی کې نوښت او خلاقيت لوړ دی  .
شپږم:کيڼ لاس به تاسو ته په ورزشي لوبو کې ماتې درکړي .
که د ورزش او نړيوالې قهرمانۍ تاريخ ته وګوری،نو دې ته متوجه کيږی ،چې يو شمېر زيات د ورزش قهرمانان کيڼ لاسي دي  ،په ځانګړې توګه د ګلف او تينس دلوبو.
په حقيقت کې کيڼ لاسي په هغه ورزش کې ،چې زيات تمرکز ته اړتيا لري  زيات  بريالي دي لکه بوکس،تينس،بېس بال او ځينې نور .څېړنو څرګنده کړې ،چې په لوبو کې دښي لاسو په پرتله دچپ لاسو دبرياليتوب چانس زيات وي او دا هماغه دزړه قوت دی ،چې کيڼ لاسي قهرمانان ورته په لوبو کې ورته زياته اړتيا لري .