د امریکا کشف کوونکی کریسټف کولمب کشف پیژنئ (christopher  columbus):

 
د نوموړی د وړوکوالی په هکله ډیر معلومات په لاس کی نشته ځینی وایی چی د ۱۴۵۱ ز کال د اکتوبر دمیاشتې په وروستۍ اونۍ کی د ایټالیا د جینوا په ښار کی زیږیدلی دی دغه ښار داروپادپنځلسمی پیړۍ د بیړۍ چلولو ترټولو زوړ او مهم مرکز ؤ د کولمب پلار ډومینیکو نومیدلو چی دکمې پانګې لرونکی یو اوبدونکی ؤ مور یی سوزان نومیدله ښوونځی ته تللی ؤ خو تر څلورویشت کلنۍ پورې په لیک لوست نه پوهیدلو.
په ۱۴۷۸ ز کال د پرتګال پلازمینی لزبن ته په سفر لاړ او په ځمکپوهنه او ستورپوهنه کی یی څه پوهه تر لاسه کړه کولمب په پرتګال کی ددغه ځای پاچا پرنس هانری دیوه بیړۍ چلوونکی د لور سره واده وکړ او بیا چې یی میرمن مړه شوه په ۱۴۸۴ ز کال کی پرتګال څخه اسپانیی ته ولاړ مشهوره داده چی دی مسیحی ؤ خو ځينی بیا وایی چی یهودی دی امریکا په ۱۴۹۲ د اکتوبر په په دولسمه د کولمب لخوا تصادفی وموندل شوه او دی په خپله په دی کشف هیڅ پوه نه شو ده غوښتل چی په سمندر کی د لویدیځ له لوری هند ، چین او لیری ختیځ ته ورسیږی او د دغه ځایونو شته په لاس راوړی خو هغه په دی سفر کی دهند پر ځای پر یوه ناڅرګنده وچه پیښ شو کله چی ده نوی کشف شوی امریکا ته څلور سفرونه وکړل لومړی ۱۴۹۲ داګسټ ۳دوهم په ۱۴۹۳ دسپټمبرپر۲۵  څلورم په ۱۵۰۳ کال کی  د ۱۵۰۴ ز کال په نومبر کی اسپانیی ته تر رسیدو څه موده وروسته دده ملاتړې ملکه ایزابل مړه شوه بیا کولمب هم دسفلیس او حواسو دګډوډۍ په ناروغۍ اخته شو چی په پای کی د ۱۵۰۶ ز کال دمی په شلمه په ډيره بې وزلۍ کې ومړ چې په همدی اساس دښخیدو ځای چاته په دقیقه توګه نه دی معلوم خو ځینو موریخین دومره وایی چی دده مړی یی دده دوصیت سره سم سانټوډومینګو ته دښخولو لپاره یووړ.