د نړیوال بانک پیژندنه (world bank)

 
ژباړه: روح الله وسیم وردګ
دغه بانک د ۱۹۴۶ ز کال په جون کی په کار پیل وکړ ددغه بانک د جوړیدو موخه بی وزلو هیوادونو ته مالی او تخنیکی پورونو ورکول دی دغه پورونه حکمتونو ته په مستقیمه توګه یا دنړیوالوکاروباری ادارو په وسیله ورکول کیږی دغه قرضې په عامه توګه دمطلوبو ګټو یا د بهرنیو کارکوونکو د کار  دمعاوضی د ادا کولو لپاره ورکول کیږی بانک د بیلابیلو هیوادونو لپاره څو کنسورشیومه (consortiums) (د څو شرکتونو ګډي ادراې ) جوړی کړ ی دی چی ددغه کنسورشیومونو له سپارښتنی پرته پور اخیستل ممکن نه دی نړیوال بانک دملګرو ملتونو د پرمختیایی پرګرام د ایجنسۍ د اجرائي یا اداري څانګې  (executivt agency) په توګه هم کار کوی له دی امله ملګری ملتونه د کوم پرمختیایی پرګرام تر پیلولو مخکی د هغه په هکله له نړیوال بانک څخه د سروې بشپړ  رپوټ غواړی د ۱۹۴۷ ز کال په نومبر کی د ملګروملتونو د عمومی اسمبلې د نړیوال بانګ سره د مالی اړیکو ساتلو ژمنلیک لاسلیک کړ د ۱۹۵۶ ز کال په جولای کی په نړیوال بانک پورې تړلی د نړیوالو مالی چارو اداره (International Finance Corporation/IFC) او د ۱۹۶۰ کال په ستمبر کی نړیوال پرمختیایی سازمان (International  development  association-IDA) رامنځته شول  دغه دوژې ادارې بی وزلو او مخ پر ودی هیوادونو ته د پورونو دبرابرولو لپاره جوړې شوې  په دې توګه نړیوال بانک دبې وزلو او شتمنو هیوادونو ترمنځ کرښه وایستل په نړیوال بانک کی داړونده هیوادونو ونډه اخیستل دهغو په برخو پورې اړه لری امریکا په دغه بانک کی ترټولو  ستره برخه لری ددغه بانک په سلو کی د ۱۶.۴۱ رایو واک هم دامریکا دی البته په دغه بانک کی د جاپان رایه په سلو کی ۷.۲۷ دجرمنی رایه په سلو کی ۴.۴۹ او د انګلستان او فرانسې رایی برابرې په سلو کی ۴.۳۱ دی نوری برخی د نړی د نورو هیوادونو دی
دبانک مشر په دودیزه توګه امریکایی وی ځکه چی ددی بانک ډیری برخی په امریکا پورې اړه لری دنړیوال بانک مشر وولفن سوهن ددغه بانک لومړنی شخص دی چی په ۲۰۰۰ ز کال کی یی د ملګروملتونو د امنیت شورا ته وینا وکړه
نړیوال بانک ،ای ایم ایف او نورو پور ورکوونکو ادارو د ۱۹۸۰ د لسیزی په اوږدو کی په څو شرایطو پوری تړلی د ترکیبی مطابقت پرګرام (structural adjustment programme) (SAP) پیل کړ خو دتیرو شلو کلونو په بهیر کی جوته شوی ده چی داپرګرام هم د پانګوالو هیوادونو لخوا یو غوړلی جال دی تر دغه (SAP)  لاندې بې وزلی هیوادونه اړ ایستل کیږی چی خپلی پرمختیایی چاروې پریږدی او تر هر څه د مخه د نړیوال بانک او ای ایم ایف پورونه ادا کړی