ته وﻻړ وې راته ﻻر کې
ما درمنډه واخيستله
د خپل مات زړه ارمانونو مې
ځولۍ درله سپړله
چې پلو مې درله خور کړ
څنډې تشې وې له هيلو
بل څه نه و
بس
يو څو د رڼو اوښکو مړاوې پرخې مې پلو کې ځلېدلې
بل څه نه و
بس
يو څو سلګو زما د ارمانونو
د شيبو ګيلې کولې
بل څه نه و
بس
زما ماشوم زړګۍ و او يو څو ماتې غوټۍ وې
بس
يو څو ماتې غوټۍ وې...!!!
وروستي