د لرغونو مصريانو د وخت  لس په زړه پورې ټکي

 
 
۱ فرعون به هېڅ کله چاته اجازه نه ورکوله ،چې د سر وېښتان ېې ښکاره شي ،هغه به هميشه د (نيمس) په نامه تاج په سر کاوه.
۲مصريانو ددې لپار ،چې د غوماشو او نورو خزنده و څخه ځان وساتي تل به ېې په څو نوکرانو باندې شات موښل او څنګ ته به ېې درول  تر څو غوماشي اونور خزنده ېې په نوکرانو کښيني .
۳مصري ښځو او سړيو به ځان سينګاراوه ،دسترګو دسينګار لپاره به ېې دمسو اويا سرپو څه ګټه پورته کوله،مصريانو دا عقيده لرله ،چې سينګار ددوی لپاره شفا بښونکی دی، اصلا په لومړيو کې دوی سينګار ددې لپاره کاوه ،چې دلمر څخه پوستکی وساتي ،چې وروسته ېې دسينګار دود غوره کړ.
۴ په داسې حال کې،چې په شلمه پېړۍ کې له انتي بيوتيک څخه ګټه اخيستنه پيل  شوه،خو دپخوانيو خلکوپه طبابت کې له يو شمير موادو څخه دناروغيو دسرايت په مخنيو کې ګټه اخيسته .
۵مصري هلکانو به دبلوغ تر وخته پورې هيڅ جامې نه اغوستلې ،په ګرمه هوا او اوبو کې ددوی لپاره جامې اغوستل لازم نه و،د ډير عمر کسانو به لمن داره جامې پر تن کولې اوښځو به ېې مکمل ډول جامې اغوستلې .
۶ مالداره مصريانو به مصنوعي وېښتان کيښودل ،په داسې حال کې ،چې يو شمير خلکو به خپل ويښتان په شاتو لړل او کوڅۍ به ېې ترې کولې ،مصرې هلکانو به تر دولس کلنۍ پورې سر خرايه او يوازې به يوه برخه  د نمونې يا ډول لپاره پرېښوده.
۷تر اوسه پورې معلومه نده ،چې چا دابوالهلول مجسه ويجاړه کړې ،دابوالهلول مجسمه په ۱۷۳۷ کال کې وجود لاره ۶۰ کاله مخکې ،چې ناپيلون مصر ته ورسېد، سلګونه کاله مخکې له نړيوالو جګړو دبريتانيا او المان  احتمال لري ،چې په دې جنګ شايد دغه مجسمه ويجاړه شوې وي ،يو کشيش ،چې دنام سليم آل په نامه و مسلمان شوی وپه ۱۳۷۸ کال کې له علم او هنر سره د دښمني له امله بغير له محکمې مجازات شو.
۸ مصريانو عقيده لرله ،چې ځمکه ګرده ده او  رود نيل دهغې په څنګ کې روان دی .
۹فرغونيانو به ځواکمن کسان دپوليسو په ليکو کې ګمارل او له دې پرته خلک مجبور و ،چې دوی ته ماليه ورکړي .
۱۰ دمصريانو په هر معبود کې تاکيد په دې و ،چې د فرعون او  د لوړ پوړو چارواکو وظيفې ومني او دهغوی عبادت وکړي  او په داسې عبادت ځايونو کې به  يو لوړپوړی روحاني اوسيده.