
یوه ورځ یوې مېرمنې له خپل خاوند څخه پوښتنه وکړه: کوم رنګ دې خوښېږي؟ خاوند یې ورته وویل: تور . مېرمن لاړه، تور حجاب یې واغوسته، خپل خاوند ته راغله او ورته وې ویل: څنګه ښکارم ؟ خاوند یې سترګې مچي کړې او وې یل: د پرښتو په څېر.
څو موده وروسته مېرمنې یې سپین حجاب واغوسته او له خپل خاوند څخه یې وپوښتل: څنګه مالومېږم؟ خاوند یې له مخکې ډېره ستاینه وکړه، مېرمن یې حیرانه شوه او بله ورځ یې بل رنګ حجاب واغوسته او خپل خاوند ته راغله، خاوند یې په مخ مچي کړه او بیا یې هم له مخکې ډېره وستایله. مېرمن یې حیرانه شوه او وې پوښتل: ګرانه! تا خو ویلي وو، چې زما د خوښې رنګ تور دی، خو ما چې هر رنګ حجاب واغوسته نو تا زه وستایلم، خاوند یې په خندا شو او وې ویل: ګرانې ! رنګ مهم نه دی، زما له پاره حجاب مهم دی، هر ځل چې ماته له حجاب سره راځې، نو له مخکې ډېره را باندې ګرانېږې.