
پوره نوم یې فرانسوا دو لارو شفوکو (François de La Rochefoucauld ) دی. دې ستر فرانسوي سیاست پوه، حکیم او د حکمتونو د مشهور کتاب لیکوال د ۱۶۳۱ زېږدیز کال د سپټمبر په پنځلسمه نېټه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
نوموړي په څوارلس کلنۍ کې د اندره دو یوون په نامه له یوې نجلۍ سره واده وکړ او له هغې څخه د اتو زامنو خاوند شو . د پام وړ زده کړې یې نه وې کړې، مګر وې کولای شول، چې د جګړې او محاربې په درس کې ډېرې بریاوې تر لاسه کړي . دا چې په ۱۶۲۹ ز کال ایټالیا ته له لېږل شوي پوځ سره یوځای شو، نو په دې برخه کې یې له ځانه زړورتیا وښوده، چې دا زوړرتیا د دې لامل شوه، چې نوموړی دربار ته د ورتګ لاره پیدا کړي .
د ایټالیا له جګړې وروسته په دوه ویشت کلنۍ کې د هسپانویانو په وړاندې د جګړې ډګر ته لاړه، مګر د ده په جګړییز مدیریت باندې د نیوکو له امله، له جګړې څخه لرې شو . ځینې خلک د ده د لرې کېدو اصلي لامل له ملکې څخه پلوي ګڼي، چې هغه مهال صدراعظم ریشیلیو ورته په غوسه و . له ملکې څخه دا پلوي د هغه له پاره دومره لګښت درلوده، چې د باسټیل په زندان کې زنداني شو .
شفوکو په ۱۶۳۷ زېږدیز کال زندان ته لاړه او له دې نېټې څخه د صدراعظم ریشیلیو ترمړینې پورې، چې په ۱۶۴۲ ز کال کې ومړ، منزوي شو او له سیاسي فعالیتونو څخه یې واټن واخیست .
څو میاشتې وروسته دیارلسم لویي پاچا هم له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه، ترڅو لارو شفوکو ته یوه مناسبه موقع برابره شي، چې وکولای شي د خپلې صدراعظمۍ په اړه فکر وکړي، ځکه چې دی د هغې ملکې سخت پلوي و، کومه چې دم ګړۍ په واک کې وه او د هغې په خاطر یې د زندان شکنجې په ځان منلې وې، مګر ملکې د نوموړي ښېګڼې په سیند لاهو کړې او د صدراعظمۍ له پاره یې یو بل کس وټاکه او د لارو شفوکو ټولې هڅې بې پایلې پای ته ورسېدې او بالاخره نوموړی بیا هم د یوې مودې له پاره د سیاست له صحنې څخه لرې شو . په ۱۶۴۶ ز کال کله چې یوه لوړ پوړي چارواکي د پوتوا ښار واخیسته، نو یو ځل بیا یې د سیاست ډګر ته را ودانګل .
د لارو شفوکو حکمتونه :
لارشفوکو په پارلماني پېښه کې د پارلمان خوا ونیوله او له څوارلسم لویي سره په جګړه شو، چې په دې پېښه کې سخت ټپي شو او څو موده وروسته یې د پاریس د کشیش په سر له کاردینال رتز سره شخړه وکړه، دا هغه کس و، چې له لارشفوکو څخه یې د درباري پېړۍ ترټولو مودب شخص په توګه یادونه کړې ده .
نوموړي په ۱۶۵۲ ز کال د سنت انتوان په جګړه کې د مخ په برخه کې په داسې ډول ټپي شو، چې آن لید یې هم له ګواښ سره مخامخ شو . نوموړی د مشهور فرانسوي لیکوال انوره دوبالزاک نږدې ملګری و .
د لارو شفوکو سیاسي ژوند چې له ماتو او ناکامیو څخه ډک و، نو له همدې امله یې له سیاست او جګړې څخه ګوښه توب اختیار کړ او په ۱۶۵۶ ز کال د پاریسي لیانکور په کور کې هستوګن شو او د فرانسې د پلازمېنې له ادبي او روڼ اندي مجلسونو سره یې نږدې اړیکه پیدا کړه، له ستونزو پرته او په آرامۍ سره یې خپلې شپې او ورځې تېرولې .
له سیاست څخه واټن نیول او ادبیاتو ته مخ کول، نوموړی د دربار د پام وړ وګرځېده او حتی وې کولای شول، چې د دربار مالي مرسته هم تر لاسه کړي . ادبي غونډو ته تګ راتګ له لیکوالۍ سره د نوموړي مینه را وپاروله او دا د دې سبب شو، ترڅو د خاطراتو کتاب یې په ۱۶۶۲ ز کال په بروکسل کې خپور شي، مګر دې کتاب جنجالونه وزېږول، چې لیکوال یې له کتاب لیکلو څخه انکار ته اړ کړ .
له دې څخه یو کال وروسته په کال ۱۶۶۳ز کې لارشفوکو په محدود ډول خپل ارښتمن اثر د خپلو ځینو دوستانو په اختیار کې ورکړ، له دې څخه یو ټوک په هالیند کې یوې خپروندویې ټولنې ته ورسېده، چې بالاخره خپور شو او دا د دې سبب شو، چې نوموړی د خپل کتاب په عبارتونو او کلماتو کې سمون راولي. د چاپ د جواز له اخیستلو وروسته یاد کتاب په ۱۶۶۵ ز کال کې خپور شو .
د حکمتونو کتاب د خپل لیکوال له پاره له ځان سره نړیواله اعتباري ډالۍ راوړله او په درې وروستیو پېړیو کې څو څو ځله او په بېلابېلو ژبو چاپ شو، له دې سره سره تر هغه وخته چې لارو شفوکو خپله هم ژوندی و د ځینو چاپونو له پاره یې ځینې ټکي کم یا زیاتول.
لارو شفوکو په ۱۶۸۰ ز کال د ۶۷ کلنۍ په عمر د نقرص ناروغۍ له امله، له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .