د دوږخ تر څنګ ميشت سوي ثـوابــونـــه
و نفلــونــــو تــــه نـڅا کړي ګناهــــــونـــه
ماښام غواړي ورته سپين لمر سـجده کړي
د شــــپې کټ باندي ويده کړي اسمــانونــه
د رڼـو ســـتورو کاروان په ولـــجه يوســي
پر لـــمنه د ســـپوږمۍ کښــېږدي داغــونـه
کهکشان ورته په سرو ستـرګو کاته کــړي
د ارغـــند په اوبــــــو مــينـځي وزرونــــه
ډاډ د سره شفق سينه کي منــصور سـتايـي
زنګوي د اور په غـېږ کــي سنـګسارونـــه
د برښـــنا غـــشو پر سد شــپه ليونـۍ کــړه
د تکبير کاڼــــي يــــې څـــاري مـنزلــونــه
د ښـکلا پښــتنه اوښـــکه به نرګــس ســــي
که بابــي کــړه ورتـــه پرخــه سـوغاتونـــه
وروستي