اختر مبارکئ

مـــبارک د شـــه  جــانــانــــه دا  اخــتــر
خــدائ د راولـــی وخــتــونـــــه بــخـــتور
په دنیا د خوشـــحالــی او امـــن راشـــــی
د پـښتــون کــور د ابــاد شـــی لــر و بــر
د پښــتون وطــن جــنت په دنــیا ښــکلـې
کاڼــی بـــوټــی ئــی لعــلونه او ســرۀ زر
که یو ځـلې خپـــلواکی   دپښــتون را شی
په جهان به ځان ښکاری کــړی لکه نــمر
د فیروز د زړۀ ارمان د خدائ پوره کړی
بـــس چه امــن شــی نصـــیب د هر بــشر