دا د اختر ورځې دي
نن د اختر په ورځ کې
ما مې په اوښکو کې موسکا وليده
يوه کمينه موسکا
يو ګلورينه موسکا
د ارمانونو موسکا
ستا د دردونو موسکا
چې دې په څو خوږو لوظونو راته
د زړه د غم تيارې روښانه کړلې
راته دې وويل اشنا
زما خوږې ، زما ګلورينې ليلا
دا د اختر ورځې دي
ستا د نکريزو خوشبويې راته پيغام راوړی
چې دې د اوښکو د کترو په سيل کې
دﻻس په وچو وچو دښتو کې دې
دسرو سکرو ټو سرې لمبې کرلي
د خدای لمن ونيسه
چې ددې سرو سکروټو سرو لمبو نه
قدرت د سرو غوټو ګلونه جوړ کړي
او بيا به دواړه د اختر په ورځ کې
يو بل ته وايو ګرانې
دا داختر ورځې دي
ګرانې! اختر دې مبارک شه
ګرانه! اختر دې مبارک شه
وروستي