اختر

پروا یی نه لــــرم برات وي که اختر تیریږي
زما ژوندوندون لکـــــه دژمي ماذیګر تیریږي
 
پرون ناور له پیغلوډک ؤ کوچیان ټول دلتـــه وو
نن یی کیږدۍ په اوښو باردي مساپــر تیریږ ي
 
خالي یادو ته یی خوشاله یم چی مل مې وي تل
که نه جانان لــــه ما نه پټ په بر ګودر تیریږي
 
ډ یرې روژ ې او اختـــرونه دلته ځي او را ځي
په خوار یتیم یی هــر راتګ لکه محشر تیریږي
 
کډوال خو هسې ورځئ شماري په نامه یی ویاړي
دلتـــــــه په فون مبارکــۍ وي بی  خبر تیر یږي
 
مو نږ ته دجنګ دمخنیوي چل راښووائ نه شي
داور لمبئ زمونږ دکور کلـــــي په سر تیریږي
 
زمونږ په کلي کئ غربیان اووهابیان جنګیږ ي
ټول دشخصـــي ګټــــو په لټه په هنر تیریږي
 
زما کابل په وینو سوردئ کاڼي بوټي ژاړي
خود په ژړا دخدمتګارغریب اختر تیریږي
 
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
ناروې
 
http://www.youtube.com/watch?v=UUzDG-2w6Hg
 
http://www.youtube.com/user/khpalwaak