مــبارک شـــه وطنـــوالــــو ، وايي نن کوچنــــی اختر دی
دا ورځ جشن دی اسلام کې ، هر راتګ يې بختـــور دی
تبريکات وايي يوبل ته ، که کوچنی دی که مو ستر دی
مــــرور ټول پخــــلا کيږي ، کـه دا ښځـــــه ده که نــــر دی
راځئ ټول يې راپخلا کړو ، کوم يو ورور چې مرور دی
مــــــرور هم زموږ ورور دی ، زموږ زړه زموږ ځيګر دی
خپل ولس چې راپخلا کړو ، بيا دښمن مــو دربدر دی
چې پخلا شو سوله راشي ، د ښه ژوند سوله محور دی
د قـــــــيام واورئ ولـــسه ، روغــــه عــــقل دی هـــــنر دی
که مــو سوله تامين نکــړه ، بيا اختر نه دی محشر دی
الحاج الهام الدين قيام ، جرمني 19.09.09
وروستي