سبا اختر دی !

د روژې اخــــــري ورځ ده ، نن ناوخـــــــــته مازديګر دی
د روژې تر مياشتې وروسته ، خامخا سبــــا اختر دی
 
زمـــــا زړه دا وار اخـــــــــــتر تـــــه هـــــــــوس نکـــــــــړي
چې زما د ژوند ملګــری ، ليــــــــرې تللی په ســـــفر دی
 
مــــا وې زه بــــــه يــــــې اخــــــتر کــــې راپخـــــلا کـــــړم
شيــــرين يار زمـــــا نه دا وار ، پټ وتلـــی مـــــــرور دی
 
د خــــــــوښۍ پــــــــــه ځـــــای د غـــم پـــر ټال ځنګــــــــيږم
په خوله هر چا ته خنديږم ، خو له زړه مې خدای خبر دی
 
خـــــدايـــــه ټـــــــول مرور وروڼه ، بيرتــــــه راولې وطن ته
خدايه ته مو سوال قبول کړې ، ستا په کړو زموږ باور دی
 
ولســـــونه راپخــــــلا کـــــــړې ، ســــولـــــه راولــــې وطن ته
زه قيام همدا دعا کړم ، دا مې سوال د خدای په در دی
 
الحاج الهام الدين قيام ، جرمني 18.09.09