سلامونه او نيکي هيلې وړاندې کوم د انګليستان د پليموت د ښار د افغان ټولنې استازيتوب زه عبدالقدوس ( مفکور) د افغانستان ټول ملت ته او د نړۍ د ګوډ ګوډ مسلمانانوته د کوچني اختر مبارکي وايم اختر مو نيکمر غه !
د هجران په تورو شپـــــو کې _ ستا غـــمونه دي او زه يم
ستړو ستړو شو ګــــيروکې _ ستا يـــــادونـــه دي او زه يم
د هجــران په لــــمبو ســـــوزم لکـــه شمعـــه اې جــــانانـــــه
ورځـــې کـــال په مـــا تيريږي خــــوږه ياره بــــې لـــه تانــــــه
اختردې تاته مبارک وي _ زه مې په خپلو غمو کې خوښ يم
ته دې مزې کوه شيرينې _ زه مې په خپلو دردوکې خوښ يم
اخــــــتردې تا ته مبارک وي اخـــــــتره څه غــــــواړې له ما نه
ورځـــې کـــال پــــه مـــا تيريږي خــــوږه ياره بــــې لـــه تانــــــه
د هيچا نظـــــر کــــــې نه يم _ پريږدئ پريږدې چــــې کړيږم
د مغــــرور خلکو ميلوکې _ زه د خـــپو لاندې لوغړيږم
په تيارو کــــــې د خـــــپو لاندې ګــــوښه شــوی د رڼا نه
ورځـــې کـــال په مـــا تيريږي خــــوږه يــاره بــــې لـــه تانــــــه
اعتراف کړم ګنهګار يم _ په درياب کې مې ګزار کړئ
چې مې مينه ده پا للي _ خلکه راشئ ما سنګسار کړئ
چه عبرت ټول خلک واخلي د ( مفکور ) له دې سزا نه
ورځـــې کـــال په مـــا تيريږي خــــوږه ياره بــــې لـــه تانــــــه
عبدالقدوس ( مفکور ) ، انګلستا ن
وروستي