زما نه نــور انتظــاره نه شــي له اختـــره پورې
نن به په هــرحــالت درځمه ســــتا تر دره پورې
سپوږمۍ له شرمه پر خپل مخ باندې غبارراولي
دا تا چـــې ګوري حــیرانیږي دې بـــشره پورې
ځـــوانان غـــزا ته تلل د کلــــي جـــونــو دا ویل
مونږه هم جنګ کوو او درومو تر سنګره پورې
زما په کــور کې د ډېــوې د رڼا نـــشته ضــرور
زه د خـــپل زړه داغ بلـــوومه تر ســــهره پورې
دا چې په جــمع مـــوږ روان یو او مـزل لنـــډوو
(کــوچـــیه) دغه لاره تللـــې ده محــــشره پـورې
وروستي