
د سترګو د نظر ناروغۍ په ښکاره ډول په دوه ډوله ده چې ځینې خلک د لرې شیانو په لیدو کې تکلیف لري او ځینې نور بیا په نژدې شیانو د لیدو په وخت کې د تکلیف سره مخ وي.
د نظر کمېدل ډېر لاملونه لري چې ځینې یې دادي لکه ډېره مطالعه، دایمی سردرد، سخت زکام ، کمه رڼا، ډېره تېزه رڼا ، ګردونه ،لوګي او یا دېر غمونه د دې لامل کېدای شي چې د یو انسان نظر کم کړي.
مونږ ته په کار دي چې تل د مطالعې په وخت رڼا د پاس لورې او یا هم د شا له لورې ځانته برابر کړو تر څو د رڼا شعاوې زمونږ د سترګو د ګاټو سره مخامخ نه شي، چې د شعاوو او د سترګو د ګاټو مخامخ کېدل د سترګو څخه اوښکو د تلو باعث کېږي.
بله مهمه خبره داده چې د مطالعې په وخت باید کتاب ځانته د ۲۲ سانتی متره څخه ډېر رالنډ نه کړو: ځکه چې له ۲۲ سانتي متره څخه لنډ کتاب مطالعه کول د سترګو درد پیدا کوي، چې دغه کار بیا د سترګو د نظر د کمېدو باعث کېږي، د دې ترڅنګ باید په کړوپه ملا مطالعه ونه کړو خکه چې د ملا درد ورسره پیدا کېږي.
د دې له پاره چې د سترګو د نظر د کمېدو د ناروغۍ څخه مو ځانونه ساتلی وي، باید هغه خواړه وخورو چې وېټامین ای لري.
وېټامین ای په خوږو مرچو، د هګۍ زیړ، حبوباتو، ګازرو او تازه سبو کې شته.
محمدمبین هڅاند