
هغه کسان چې اولاد نه لري او غواړي چې د اولاد څښتنان شي خو تر اوسه د ډېرو ډاکټرانو او حکیمانو په ګرځېدو سره سره بیا هم نه دي توانېدلي چې د یو بچی مور او یا پلار شي.
هغو کسانو ته اوس یوه نوې سروې چې د لندن په یو هسبتال کې شوې ده یوه نوې لاره ورښایي چې ۷۵٪ د دې امکان شته چې رب یې د اولاد څشتنان کړي، د دغې نوې سروې له مخې باید مېړه د خپلې ښځې سره دوه(۲) وارې کوروالی وکړي، نو په دغه کار سره د سړي سپرم درې وارې ډېرېږي، چې د دغې نوې سروې له مخې ښایي چې دغه جوړه رب د اولاد څښتنان کړي.
پخوا به دا قسم خلکو چې اولاد نه لري له کور څخه بهر وخت تېراوه او ګومان به یې کاوه چې د ډېر وخت وروسته د خپلې ښځې سره یوځای کېدل د طاقت سبب شي، خو په دې نوې سروې کې چې د ۷۳ داسې جوړې چې مخکې یې اولاد نه و، په نوې طریقې سره د نر په سپرم کې ۳ وارې زیاتوالی راغلی دی ثابته شوې ده چې که څوک له دغې طریقې کار واخلي نو رب به یې د اولاد څښتن کړي.
ژباړن: محمد مبین هڅاند