
_ نن ورځ د مننې (National Thank You Day) نړيواله ورځ ده.
_ په 1909 زکال کې په امريکا کې له نيويارک نه فېلاديلفيا ته ښځې په دې موخه ولاړې، چې د موټرو د ځغاستې په سياليو کې برخه واخلي.
_ په 1917 زکال کې د باچا خان زوی او د پښتنو سياستوال خان عبدالولي خان زېږيدلی. نور مالوت په دې پته: د ولي خان پخوانی ژوند ترﻻسه کولی شی.
_ په 1922 زکال کې په کاناډا کې د لومړي ځل لپاره د شکرې ناروغۍ diabetes څخه د انسولين insulin په مرسته، د يوه انسان درملنه وشوه.
_ په 1946 زکال کې انور خواجه شاهي نظام نسکور او پرځای يې دالبانيا جمهوريت رامنځته کړ.
_ په 2002 زکال کې په افغانستان کې په جګړه کې نيول شوي طالبان او د القاعدي غړي، په ګوانتانامو کې واچول شول، چې نړيوال بشري حقوقو د مؤسساتو لخوا د امريکا حکومت تر نيوکې ﻻندې راغی.