فېسبوک کې تاسو او دوستانو  مو څه خوښ کړي، ځان ترې خبر کړئ!

د فېسبوک د استعمال په وخت تاسو او ستاسو دوستانو څه خوښ کړې ځان ترې خبر کړئ!
 
د دغې تګلارې په مرسته مونږ کولای شو چې ډېر په اسانۍ سره هغه انځورونه، وېډيوګانې، پاڼې چې تاسې د فېسبوک د ای ډي جوړېدو څخه تردې وخت پورې خوښ کړي دي، ډېر په اسانۍ سره معلومولای شئ.



تاسې یواځې خپل خوښ شوي شیان نه بلکې ستاسې د هردوست چې تاسو سره د ملګرو په لېست کې شته هم معلومولای شئ چې هغه فېسبوک د ای ډي د جوړېدو څخه تردې وخټ پورې کوم انځورونه، وېډيوګانې او پاڼې خوښې کړې وي، نو تاسې پاس د سرچ په ځای کې photos like by me اوس به ماته هغه انځورونه راشي چې ما خوښ کړي وي.یواځې انځورونه نه بلکې وېډيوګانې او پاڼې هم معلومولای شو.
 
دوهم اوس که وغواړم چې د یو پاڼې پواسطه خوښې شوې پاڼې معلومې کړم نو پاس په سرچ کې لیکم چې like by ashrafghani نو ماته به هغه پاڼې راولي چې د اشرف غنی پواسطه خوښې شوې وي، د دې لپاره چې ټولې خوښې شوې پاڼې وګورم په see more کلک کوم، دغه تګلاره مونږ سره د یو دوست په ښه او بد معلومېدو کې مرسته کولای شي.
 
محمد مبین هڅاند