زما غـــزل

زما غـــزل د سوي زړه نـــــه سرچـــــينه اخـــــلي
وايه د ستا حسن لـــــه څه نه سرچينه اخـــــلي

چې د وطن نوم واورم غبرګې کلېمې وايمــــه
بس د بــــلال د اذانه نه سرچــــــــــينه اخلـــــــــي

زما دا تړمې اوښکې سوي کوکې چيغې اشنا
ســـــــــتا جدايئ او بېلتانه نه سرچــــينه اخلي

د مېرويس خان بابا لمسی يمه د تورې شرنګ يم
کږه شمـــــله مــــــې د نېکــــه نـــه سرچينه اخـــلي

داسې به نه وايې چې مينه پکې ځای به نه کړې
ياره زمـــا زړګی د غـــــــره نه سرچـــــــينه اخــــلي

ملالې پېغلې د موچيو پشان پنډې وي پرې
درمــان د ګوړې ګبينه نه سرچـــــــينه اخــــلي

ولي مرجان درمان خوست
راليږونکی : ميوند فدا