هغه آله چې د ماشوم د ژړا ډول او لامل تشخیصوي!

 
سرچينه: رويټرز
ټایواني څیړونکو داسې يوه آله جوړه کړی چې کولای شي د ماشوم د ژړا ډولونه او د هر ډول ژړا لامل پيدا کړي.
دا آله د ټایوان د ملي پوهنتون د روغتون ډاکټرانو له خوا جوړه شوې چې کولای شي  د ماشوم څلور بیلابیل ډول ژړاوې د يو ډيټابیس له لارې چې موبایل ټلفون کې نصب کيږي او په کې شته غږونو سره له مقایسې ورسته، تشخیص کړي او میندې او پلرونه په ۱۵ ثانيو کې پوهه وي چې د ماشوم دغه ډول ژړا يې د لوږې له امله ده که د بي خوبۍ له امله او يا هم د درد یا د ځای لندوالي له امله. دغې څیړنې دوه کاله وخت اخیستی چې په لړ کې يې څيړونکو  له نږدې ۱۰۰ نويو زيږدل شويو ماشومانو د ژړا دوه سوه زره ډول غږونه را ټول کړي او يو آنلاین ډيټابیس ته يې پورته کړي دي.
د ياد روغتون د يو څيړونکي په خبره یاده آله کولای شي چې د ماشوم څلور بیلابیل ډوله ژړاوې تشخیص کړي یعني د لوږې ژړا، د درد ژړا، د خوب ورتللو ژړا او د ځای د لندوالي ژړا.
د دغې آلې د معلوماتو د کره والي په اړه څیړونکو د هغو ميندو او پلرونو له خولې چې دا آله يي د خپلو ماشومانو د ژړا د تشخیص لپاره کارولې ويلي چې تر دوه اونيو لاندې عمر لرونکو ماشومانو د ژړا د لاملونو په اړه يې ۹۲ سلنه معلومات سم ثابت شوي او له يوې او يا دوه مياشتو څخه ټيټو عمر لرونکو ماشومانو د ژړا د ډول د تشخیص په برخه کې ۸۰ تر ۸۵ سلنې پورې کره ثابت شوي دي خو د څلورو میاشتني ماشومانو لپاره بیا ۷۷ سلنې پورې کولای شي د ژړا ډول یا لامل تشخیص کړي.