رنځورمازديګری


داڅوک مې ځوروي دومره داڅوک دومره راګران دی
هم زړه راڅخه کاښی هم په زړه راته ودان دی
هرڅوک چې ده په خدای ښائسته ښکلی انځورګردی
دروح په هره پاڼه پنځولی راته ځان دی
دخيال په تږې للمه مې اوريږي څاڅکی څاڅکی
باران خوراته نه ښکاري خو خوۍ يې دباران دی
په يوه مسکامې زړه ته سل ټکان سینه کې ورکړی
څه مست دی څه بیباکه خدایږوڅومره شوخ او وران دی
رنځورمازديګری خپلواينوته په خنداکړي
فنکاردی جادوګردی په هر دردپوه دی لقمان دی
تنکی سحرپه سترګوکې تصويردصنم راوړي
توبه چې ګومره نه شمه څه ښکلی مسلمان دی
خوږه خوږه مې څړیکه مستوي دزړه پرهرکې
هيڅ پوه غضري نه شومه چې دردی که درمان دی
۲۰۰۷/۲/۲۷ساجر