پلاريې بګړۍ له زمکې زمکې ويشته . دمورچيغويې ټول کلی په سراخستی و . خويندو اوکشري ورورته يې چاکتلای نه شوای چې نه يې ژړل . دهغوخلکوپه سترګوکې هم اوښکې راروانې وې . خو ملاصاحب خپل جراءت له لاسه نه و ورکړی ، هغه په خلګوکې يوې اوبلې خواته وکتل .
خپل ښی لاس يې دسدرۍ جيب ته ټيټ کړ . تسپې يې په جيب کې واچولې . او ویی ويل :
هله شاباش جنازه درواخلئ . منځې جنازه به ورکو، هسې نه چې دجمعې مبارکې وخت راڅخه تيرشي .
خلکويواوبل ته وکتل . څوکسولاسونه ورټيت کړل ، جنازه يې راپورته کړه ملاصاحب بیاوويل : پام مووي چې دسرخوايې لمرخاته ته نه کړئ ګناه لري . له دروازې بهرولسونه راجمع شوي و . تاسويې وګورئ په سي څه شو . دا ددی مولوي غږو . چې له دروازې دباندي خلکوته مخاطب و ، جنازه ا وس دروازې ته نيزدې شويې وه چې غږوشو :
دجنازې کټ يوځلې کيږدئ لايې په ځوانې مرګ ديدن نه ده مړه ورشه ښه يې وګوره .
خلکوجنازه کيښوده دوې يوې خواته شو ، داځل يې موراوخوندې نه وې . په تورټيکري کې نغښتې بل څوک وه . په خپلوريږدیدلیولاسونویې دهغه له مخ څخه دجنازې پوښ پورته کړ ، دهغې په لاسونوکې لادجنازې پوښ لړزيده چې یوه بله سپين سرې رامخته شوه اودکفن غوټې يې وسپړلې . هيچاهم دهغې تورټيکرۍ غږوانه وريده . پرته دهغې دبنګړوله شرنګه چې دجنازې له بازه سره يې وجنګول اوماتي ټوټې يې په جنازه خورې ورې شوې .
_خلکوجنازه بیاواخيسته داهم څوقدمه ورسره شوه . خلک ووتل خودې خپل روستی قدم تردروازه دننې تم کړ ، خپل غبرګ لاسونه يې په دروازه پورې ونيول ، په يوساړه اسويلي کې يې وويل خدايه ته مې مدت ګارشي ، زه به د زمانې وږی نظر له ځانه څنګه اړوم ؟
څه ښه يې ويلي چې :
دکونډتانه پړومی سپک وي
که زه یې دروندپه سره وم سيلۍ يې وړينه
په احترام غضري
۲۰۰۶/۱/۱۵/
ساجرسعودي عرب
وروستي