غزل

د ز ړه اواز کـــه مــــې يارا نو تـــــر محل لاړ
بس په دې پوه شئ چې ارمان مې ترمنزل لاړ

زه چې دچا مينه کـــې ګرځم ليونی په بيديا
هغه نا پـــوه زماګــــرېوان پورې خـــــــندل لا ړ

خير دی جانان به تيروتلی وي اخيربه پوه شي
زاړه ټپــــــــونه مــــــــې په زړه ناســـوريدل لاړ

زه له اغياره ګيلــــه نه کـــووم روېباره واوره
زمــــونږ ترمنځـــــــه پټ لوظونـــه ماتيــــدل لاړ

زه په اسمان کې دښکلا په نامه ستوري شمېرم
غلـــــــــي په وريځ کـــــــــې دلمرمخ ته تيرېدل لاړ

پښتون اشنا غږ دجرس وانه ورېده که څنګـــه
کـــــــاروان يـــــې لار کړلـــــــه بدلــه په ځنګل لاړ

لويه کــــــــوڅـــــــه راباندې تنګه شوه راووتمه
سپـــــــي دغـــــــماز راته هرلـــــورې غپيدل لاړ

زه يې له مينې نه بې هيلـــــې ګرځيدلی نه يم
په خـــدمتګـــــار باندې خوږ زړونه ژړېدل لاړ
 
محمديوسف خدمتګار مزدوری زوی