نه يم غزل نه  يم

شرنګ مې شه په ليچو کې ، دسرو زرو بنګړی مې شه
و زانګـــــه په زړه مـــې ، دلونګو تــور ځونډی مـــې شه
 
جام مـــــې شه غاټــــوله ، چـــې دې تږې نن د پرخــــو يم
ماته مــــې کـــړه تنده ، د ســــړو اوښکو منګی مې شه
 
نـــــه يم غـــــزل نه يم ، زه د مات زړه اسويلـــی يمـــــــه
درد مې د زړګوټي ، د سلګو نه ډک زګيروی مې شه
 
پړک راته د طـــور شه ، د نصيب سترګې راپرانيزه
سيند د رڼو اوښکو ، کې د لعلو سو ر غمی مې شه
 
بڼ د سنــــدريزو طلايــي وږمــــو پـــه غــــــــېږه کـــې
ګل مـــې د ګلاب شه ، په زړګي سوی ببری مې شه
 
جار دې شمه مينې ، رحيمې د اوربل سيوری شې
پټه مې کړه غيږ کې ، د عزت ښکلی ټيکری مې شه
 
رحيمه پشتونجار ، جرمني