خلك واي نن سبا راځي بهار
په چمن به د بلبلو وي چغار
بيا به راوړي زرغون شال دشت او دامان ته
د وطن سپېره ناوو به كړي سينگار
د سينگار تمه زما ورڅخه نشي
اوس بهار اوړى له ځان سره سينگار
هر بهار اوس يو له بل څخه بدتر وي
د غونچو په ځاى رواړي موږ ته انگار
په خپل لاس مو بهارونه خپل خزان كړل
چې خپل وژنې په پردو كړې اعتبار
د جنت په تمه تمه شوې ماخوزه
هم خپل ځان وژنې هم نور كړې تار په تار
ستا استاد ولې جنت نه غواړي خپله
ولې نه وركوي ځان ته انفجار
كه رېښتيا د په اسلام زړگى خوگيږي
سوټۍ پرېږده ليږ له عقله واخله كار
له خپل ځانه باروت تاو كړې جنت غواړې
د مظلوم پښتون په كور شې ور غورځار
ستا په خيال بل په نړۍ كې اتل نشته
فقط يو ته د اسلام يې ټېكدار
د جنت ادرس غلت دى چا دركړئ
دوزخي يې له ازله بدكردار
ته د خپلې كنجوړې په خوب كې وينه
خو د كونډو رنډو مه اخله ازار
ځان دې سپك قوم دې سپك مذهب دې سپك كړ
ستا له لاسه لاس تړلي يو ناڅار
ځناوره موكۍ دې ته يې زولئ
چې خپل قام كړې په تورتم كې راحيصار
زه مې خپل جنت ټول تا ته دربښمه
خو ته خپل بې سده ځان كړه ليږ هوښيار
گوره غله راغلل په موږ باندې حكومت كړي
ستر پښتون قوم خو تا كړ خوار او زار
ستا له لاسه موږ هر څوك په كاڼو ولي
په چوكۍ لا راته ناست جنايتكار
واه واه څنگه خپل ځانونه برعت كړي
هم خالق او هم مخلوق ځنې بېزار
هم غازيان هم شهيدان هم روغ راغلي
.د ابلس د بچو داسې بخت بېدار
گيرې گز گز سترگې سپينې نه شرميږي
لا تر اوسه په فصاد كړي افتخار
اى مظلوم اولسه خداى د سوب وكړه
بس نجات به دركوي يو كرديگار
خداى خو لوى دى تل به تورې تيارې نه وي
گوندې ډېر به زياتي نه كړو انتظار
دا تور مخو چې نن سرې لمبې راوړي
يوه ورځ به دوۍ پاخه شي په خپل نار
ما ته وايي پسرلى دې مبارك شه
دا په وينو سپرلى زما نه دى په كار
كه راځې سپرليه سره گلونه راوړه
چې يې وټومبم په څڼو كې د يار
چې نيگار وې او گلزار وې زړه قرار وې
بيا مې هله كړې له تا سپرليه جار
راوړه راوړه سوله راوړه ارام راوړه
زموږ لر او بر زلمي كړه په قرار
زېړى لمر د مازديگر گودر سمسور كړه
چې بيا شنه منگي راتاو شي تر چنار
زموږ شهيد چنار به بيا كړي څڼې غوړې
خو كه ته له ملكه اوباسې اغيار
نښتر بيا لويه پكتيا كې بغاوت كا
نه ستم مني او نه بل استعمار
زمانه هيريږي تېر خواږه وختونه
هم ماښام هم زموږ ښكلى و سهار
ښه مې ياد شي په ماښام كې پټپټانى
هم د سپينو رڼو شپو ښكلى بانډار
د بام سر ته مې غلى پړك ورواچاو
دې به هم په اشاره كاو گفتار
راوړه بيا هغه وختونه پسرليه
چې سر كېږدم په زنگون د گلرخسار
نيماي عمر مې تېر په زړه كباب شوم
تور مې سپين بدن مې شو لكه سيتار
خير دى دا ځل له گلرنگ سره رادرومه
زه بسمل يې غمو كړم پرهار پرهار
خلك وايي نن سبا راځي بهار
په چمن به د بلبلو وي چغار
وروستي