څه بايد وشي، چې ماشوم آرام خوب وکړي ؟

 
ماشوم که د ورځې وي او که د شپې باید په پشپړ تور تم کې ویده نه نه شي، ځکه چې ۳ یا ۴ میاشتنی ماشوم د شپې او ورځې توپیر نه شي کولای. نو باید څه وکړئ ؟
د ماشوم په خونه کې د شپې لخوا د خوب څراغ روښانه کړئ، ماشوم زر مه ویده کوئ او هغه عادت کړئ، چې هغه ارام ارام ویده کړئ مخکې له ویده کیدو څخه له ماشوم سره داسې لوبې مه کوئ، چې د هغه د ناارامۍ سبب شي د خوب په خونه کې ارامه او د باور وړ فضا رامنځ ته کړئ. ماشوم مه مجبوروئ، چې خپله خوبولي حرکات وکړي یانې ستومانه شي او د خوب څپه پرې راشي.
د زانګو ځای، د لوبشیانو او د خوب بستر د بدلولو نه ډډا وکړئ، هرکله چې پوه شوئ ماشوم ژاړي، ډیر ټکان خوري، حوصلي کوي او سترګې موږي په دې مانا دي چې ستړی شوی او د خوب وخت یې دی.
اړینه نه ده، چې کله ماشوم ویده شي، نو هر ۱۵ دقیقې وروسته دې د هغه د خونې ور خلاص شي او د ویده کیدو ډاډ دې واخستل شي، همدا کار د هغه د بې خوبۍ او ناارامۍ سبب ګرځي.
کله، چې ماشوم خپلې خوب خونې کې بیداریږي او ژاړي، نو ژر د هغه خونې ته مه ورزئ څو شیبې په تمه شئ، تر څو هغه بېرته خپله په یوازیتوب کې ویده شي. ماشوم زیات وخت خوب په جریان کې راویښیږي ، ژاړي او بیرته خپله ویده کیږي د هغه راویښیدل له ۱ نه تر ۱۰ دقیقو ترمنځ وخت نیسې ماشوم ژاړي، غرغر کوي او بیا بیرته ویده کیږي. په دې وخت باید ماشوم ته نږدې ور نه شو، ځکه هغه بیا عادت کیږي، چې په یوازیتوب کې ویده نه شي او هرومرو باید د ویده کېدو په وخت کې ورسره یو څوک وي. غوره به وي، چې د هغه خوب ځای کې غالمغال او شور نه وي. ښه به وي، چې ماشوم په ارام ځای کې ویده شي. اړینه نه ده چې ۳ نه تر ۶ کلنۍ ترمنځ  ماشوم ته دې په نیمه شپه کې شېدې ورکړل شي، مګر به هغه صورت کې، چې د شېدو ورکولو توصیه شوې وي. د ډیرو ډاکترانو توصیه داسې ده، چې ماشوم د زیږیدو وروسته په لومړیو اونیو کې باید د مور سره یو ځای په خونه کې ویده شي، خو دا جریان باید تر ۶ میاشتو زیات وخت ونه نیسي، ځکه ښایې چې په راتلونکي کې ماشوم ته د خوب او د هغه په کړو وړو کې ستونزې پیدا کړي. هغه ماشومان، چې د هغوي میندې د امیدوارې په وخت کې د خفګان او اضطراب سره مخ شوې وي ممکن په ویده کېدو کې ستونزې ولري.