
دریم پړاو BPL سیالۍ
د بنګلدیش تجارتي سیالیو دریم پړاو د ډیسمبر په ۱۵ نیټه پای ته ورسید، چې د کوملا ویکټورینس په بریا پای ته ورسید چې پایلوبه کې یې بریسل بولز ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.
دریم پړاو بي پې آل سیالۍ د نومبر په ۲۲ نیټه پیل شوې چې ټول ټال پکې شپږو لوبدلو ګډون کړی وه او ۳۴ لوبې ترسره شوی.
په دریم پړاو بي پې آل سیالیو کې د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو څخه مشهور کرکټ لوبغاړي اخستل شویوه چې له افغانستان څخه د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړی محمد نبې عیسی خیل هم په ۳۰۰۰۰ امریکایي ډالرو اخستل شویوه، چې په اوه لوبو کې یې اوه لوبغاړي وسوزول.
اوس راځو دې ته چې په یاد سیالیو کې چا ښۍ لوبۍ ترسره کړي:
د بنګلدیش په ۲۰۱۵ کال تجارتي سیالیو کې ترټولو زیاتې منډې دسریلانکا پخواني لوبغاړي کمار سنګکارا جوړي کړي نوموړي په ۱۰ لوبو کې د ډکۍ لوبډلې لپاره ۳۴۹ منډي وکړې چې ۵ شپږیزۍ او ۳۴ څلوریزۍ یې وهلې وي چې دوه نیمه سلیزۍ هم پکې شاملې وې، په دوهم نمبر کې بیا امرالکیس دی نوموړي په ۱۲ لوبو کې د کوملا ویکټورینس لوبډلې لپاره د ۱۰ شپږیزو، ۳۲ څلوریزه او دوه نیمه سلیزو پر مټ ۳۱۲ مندې وکړي په همدې ترتیب تمیم اقبال، محمدالله، دلشان، سیمونس او ازهر زیدی په نوبت سره په دریم، څلورم، پنځم، شپږم، اووم او اتم ځایونو کې زیاتې منډې کړي وې.
همداراز په دې سیالیو کې تر ټولو زیات لوبغاړي د بریسل بولز لوبډلې لوبغاړي کیون کوپر سوزولي وه، کوپر په نهه لوبو کې ۲۲ لوبغاړي سوزولي وه، چې په نوبت سره ابو حیدر ۲۱، تسیرا پریرا او شکیب الحس ۱۸، ۱۸، اسر زیدی او امین حسین بیا ۱۷، ۱۷ لوبغاړي سوزولي وه.
په یوه لوبه کې ترټولو زیاتې منډې بیا لیویس جوړې کړي وي نوموړي په ۶۵ توپونو ۱۰۱ ناسوزیدلې منډي کړې وې، چې ورپسې کریسټ ګیل ۹۲، سبیر رحمان ۷۹ منډې کړي وي.
غوره توپ اچونه په یوه لوبه کې د د ۱۵ منډو په ورکول سره د ۵ لوبغاړو سوزول دي چې کوپر ترسره کړي وه، همداراز پریرا او امین حسین هم په یوه لوبه کې ۵،۵ لوبغاړي سوزولې وه.
په دریم پړاو بي پې آل سیالیو کې زیاتې منډې د یوې لوبډلې له خوا ۱۸۸ منډې دي چې رانګپور رایډر لوبدلې له خوا د چیتاګونګ په لوبډلې جوړي شوې.