
د حراست او ثبات شورا په اړه د افغانستان ملي تحريک اعلاميه
نن د قوس پر (۲۷)مه نېټه په کابل کې د يو شمېر پخوانيو جنګي تنظيمونو او په تېر (۱۵) کلن حاکميت کې بېلابېلو واکمنو څېرو او د سياسي او مدني ټولنې په نامه يو شمېر اشخاصو (د افغانستان د حراست او ثبات شورا) تر عنوان لاندې يوه شورا جوړه کړه. ځينو دې شورا ته يوه اصلاح غوښتونکې شورا ((وويله او ځينو نورو بيا د حکومت د (اپوزېشن) په نامه ياده کړه.
د افغانستان اوسنيو حالاتو او ددې شورا مطرح او سولېدلو څېرو ته په کتو سره فکر نه کېږي چې له دې شورا څخه د هېواد په ګټه څه جوړ شي.
البته په دې شورا کې يو شمېر مثبتې څېرې هم شته، خو ددې شورا له اکثرو اصلي او اساسي څېرو څخه ښکاري چې دا شورا به هم د ځينو نورو تېرو شوراګانو او ائتلافونو په څېر په حکومت کې د امتيازونو په لټه کې شي او په خپله به د سياسي فساد پر يوې ډلګۍ بدله شي. نظار شورا، اسلامي جمعيت او په ټوله کې پخوانۍ شمالټلواله او د هغوی ځينې موئتلف اشخاص ددې شورا زړی جوړوي او دا په خپله ددې ښکارندوی کوي چې اسلامي جمعيت او د هغوی انډيوالې ډلې د تېر په څېر له هر نامه څخه د خپلو شخصي ګټو لپاره کار اخلي، هم په حکومت کې د امتياز او هم له حکومته بهر د اپوزېشن له نامه څخه ګټه پورته کوي. دا هم د تېرو ناکامه تجربو په تعقيب يوه بله ناکامه تجربه ده.
د افغانستان ملي تحريک د هېواد د يوه ټولنيز، مدني او سياسي حرکت په توګه په هر وخت او زمان کې په حکومت کې د پراخو سمونونو غوښتونکی دی. ملي تحريک ټينګار کوي چې اوس هم په حکومت کې د فساد يوه اصلي سرچينه د اسلامي جمعيت او پخوانۍ شمالټلوالې ناکنتروله واک دی، په حکومت کې بايد سمون راشي، خو (د افغانستان د حراست او ثبات)په نامه ياده شورا نه يوازې په حکومت کې د اصلاحاتو د راوستلو جوګه نه شي ګرځېدلی، بلکې په حکومت کې د خپلو غړو د ناقانونه واک د دوام سبب ګرځي، نو ځکه د ((حراست)) له دې شورا څخه هم (هراس) په کار دی. د ملي تحريک په نظر له دې شورا څخه به حکومت کې د سمون او په هېواد کې د سوکالۍ هيله نه شي کېدی.
د هېواد د سوکالۍ
او په حکومت کې د رښتيني سمون په هيله
د افغانستان ملي تحريک
دارالانشاء