
ژباړه: عبدالله عابد
سرچينه: سی ان ان
تایلنډ کې یو ځوان د یوې فیسبوک پاڼې د لایک کولو په جرم تر ۳۷ کلونو بند سزا سره مخ شوی دی. د راپورونو له مخې یاد ځوان چې ۲۷ کلونه عمر لري وروسته له هغه دغې سختې سزا سره مخ شوی چې هغه فیسبوک پاڼه يې لایک کړې چې ګواکي د ټایلنډ د پاچا سپي ته په کې سپکاوی شوی دی.
د یاد ځوان مدافع وکيل سی ان ان شبکې ته ويلي چې موکل يې د ځينو کمپيوټري او هغه قانون څخه په سرغړونه تورن ده چې له مخې يې د شاه حقونه او ورته درناوی محفوظ دی. خو نوموړی وکیل دا تورونه بي ځای ګڼي.
نوموړي ځوان خپل فیسبوک پاڼه کې داسې يو جدول هم خپور کړی چې ټایلنډ کې د یو پارک د رغونې پروژه کې چې د میلیونونو ډالرو په ارزښت پروژه ده په مالي فساد کې د دغه هیواد نظامي واکمنانو لاس لرل ښيي، له همدې امله د د یاد ځوان وکيل وايي چې حکومت غواړي په دې سره د خپل مالي فساد موضوع پټه کړي.