
د لندن انجېنرانو داسې مېز جوړ کړی دی، چې موبایلونه چارج کولای شي. په دغه مېز کې له شمسي څخه کار اخیستل شوی دی، دغه مېز د ورځې رڼا ته ضرورت لري ، که اسمان ورېځ هم وي له دغه مېز څخه استفاده کېدای شي.
دغه مېز به یواځې موبایل نه بلکې نور واړه د رڼا اجسام لکه لاسي بجلي، د رڼا واړه څراغونه هم چارج کولای شي.
د کمپنۍ له خوا یو مېز د لندن موزیم ته جوړ او کېښودل شو، چې راروان کال (۲۰۱۶) کې به بازار ته هم وړاندې شي ، دغه مېز د ۲۰۱۵ کال د فرنيچرو د ښه او ښکلی مېز جایزه هم خپله کړه.
په دغې مېز کې په مستقیم ډول د بېټرۍ د چارچ کولو سېستم جوړ شوی دی، چې د مېز د غاړو په ځینو برخو کې د چارچ کولو ځایونه جوړ شوي دي. په دغه مېز کې د نارنجی رنګ لرونکو شمسیانو څخه کار اخیستل شوی دی.
ژباړن: محمد مبین هڅاند