
د غني تود هرکلي ته په کتو د امان الله خان هم په برتانيا کې تود هرکلی شوی وو، ولې هېواد ته له راستنېدو سره يې ورته د ملايانو ذهنيت اړولی وو او زمکه يې ورته سور اور ګرځولې وه.
د ټاپي او د چين د ۴۶ ميليارده ډالري پروژو د ډاډ وامنيت لپاره ښايي چې پنجاب د خپلې خوښې طالبان خبرو ته حاضر کړي چې هم يې له نړيوالو نيوکو خلاص او هم يې په راتلونکې کې په افغانستان کې د خپلو لوړو ملي ګټو لپاره وکاروي
د ډيورڼد منښه د پنجاب حياتي غوښتنه ده، له دې به هېڅکله لاس پر سر نه شي. مخامخ يې غوښتی نه شي، خو همدا يې مدعا ده. له دې وجهې نه يې لروبر اسلامپال او د هغوی چړيان ((مجاهد، طالب وداعش)) يې راته زېږولي دي. سياسي ستونزه سياسي حل غواړي نه مذهبي، خو د پنجاب نظاميان و زموږ اسلامپال يې مذهبي ونظامي حل غواړي چې دا د الهي و نبوي ارزښتونو سره سر نه خوري. په الهي ونبوي ارزښتونو کې دوه مخۍ، دوکې، وژنو، غصب او بل ته د ضرر رسولو ځای نشته، نه مذهب چا ته د چا روا، سياسي غصبي حقوق بښلی شي، نه يې واک واراده. مولانا فضل الرحمن ومولانا سميع الحق دواړه د طالبانو په رامينځته کولو کې د دوو لوړ پوړو برتانوي چارواکو په وسيله هڅول شوي وو، نو ځکه خو د دوی د جهاد فتوی تر پوښتنې لاندې ده چې د نورو د سياسي موخو لپاره په افغانوژنه او د هېواد په ورانونه کې دې خپل اخروي مسووليت ته دواړه متوجه اوسي
The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
مرکه :
درنو ليدونکيو، په افغانستان کې د اسيا د زړه کنفرانس په افغانستان کې د سولې، پخلاينې او اقتصادي فرصتونو نه د ګټې اخېستو بله موقع مساعده کړې ده. د افغانستان حکومت په دې باور دی چې که نژدې ګاونډي هېوادونه لکه پاکستان په شوو ژمنو عمل وکړي، نو اسيا به پر يو لوی نړيوال اقتصادي مرکز بدل شي چې افغانستان به يې د زړه حيثيت ولري. د دې سيمه ييزو همکاريو او پر وړاندې يې د ستونزو په اړه د افغانستان د متحده ايالاتو د پخواني سفير زلمي خليلزاد نظر اخلو چې دلته يې سټوډيو کې يې زموږ بلنه منلې ده.
ډاکټر صاحب خليلزاد، پروګرام ته ستړي مه شئ!
مننه،
پوښتنه :
اجازه راکړئ چې وخت کم دی چې سيده پوښتنه مطرح کړو، دا د اسيا د زړه د هېوادونو په نامه کنفرانس چې جوړيږي په دې کې ډېر مهم ګاونډي هېوادونه په تېره بيا ايران، خپله پاکستان، چين او هند دوی ګډون لري. د دې نړۍ وضعيت ته په کتو سره دغه هېوادونه په مجموع کې څه کولی شي چې له شتو فرصتونو نه استفاده (ګټه) وکړي؟
ځواب :
زما په نظر (اند) عاجل مساله د سولې مساله ده. په دې کنفرانس کې چې دننه يا بهر د کنفرانس د سولې لپاره پر عملي قدمونو باندې موافقه ورباندې وشي. دا به يو مهم شی وي. له اقتصادي نقطې نظر نه تر هغه پورې چې په افغانستان کې سوله رانه شي دا امکانيت (شتون) يا پوتينشل چې شته چې د افغانستان له لارې نه په سيمه کې سوداګري زياته شي او له هغه نه افغانستان هم ګټه وکړي. تقريباً لس کاله کيږي چې په دې باندې خبرې دوام لري. اما بدبختانه هغسې پرمختګ چې بايد کېدای او ضرور دی نه دی شوی، ځکه چې سوله په افغانستان کې نشته. يعنې تاسو د دې عامل سوله ګڼئ.
پوښتنه :
يو مهم ټکی تاسو ذکر کړ چې له لسو کالو نه په دې برخه باندې کار کيږي. په دې کې شک نشته رښتيا چې يوازې پينځه کاله کيږي چې له ۲۰۱۱ نه د اسيا د زړه په نوم دا کنفرانسونه جوړيږي او د متحده ايالاتو په شمول مهم هېوادونه يې پکې هم ملاتړي دي او نړيوال سازمانونه دي، څوارلس هېواده يې غړيتوب لري. دوی نو ولې واقعاً دا هدفونه ترلاسه کولی نه شي، هغه سوله يې هم هدف دی ولې يې نه شي ترلاسه کيږي؟
ځواب :
زما په نظر دوه شيانو ته ضرورت دی :
-
يو دا چې سوله راشي. ځکه تر هغه پورې چې سوله رانه شي هغه زيربنا (بنسټ) ته چې ضرورت دی، هغه خلک حاضر نه دي چې خپلې پيسې په خطر کې واچوي او سرمايه ګذاري (پانګونه) وکړي.
-
او دويم هغه پيسو کپيتل (پانګې) ته چې ضرورت دی چې د زيربنا د (بنسټ) جوړولو لپاره په افغانستان کې تراوسه پورې دنيا (نړۍ) داسې حاضره نه ده چې داسې سرمايه ګذاري (پانګونه) وکړي. چين د سرمايه ګذارۍ (پانګونې) لپاره پيسې لري ، اما، تراوسه پورې د چين توجه (پاملرنه) زياتره پاکستان او مرکزي اسيا ته شوې ده چې په افغانستان کې يې لا تراوسه په زيربنا (بنسټ) کې داسې غټه سرمايه ګذاري (پانګونه) نه ده کړې.
پوښتنه :
بښنه غواړم، بيرته دې پوښتنې ته ورشم چې دا بُعد يې راته تشريح کړئ چې تاسو يې سوله اصلي علت ګڼئ، [هو]. ولې سوله د دې هېوادونو په کومک نه شي تامين کېدلی؟ يو؛ دويم دا چې د افغانستان له نظره پاکستان د دغې ناامنۍ اصلي عامل دی چې کولی شي سوله کې کومک وکړي. ولې پاکستان بالاخره څه غواړي؟ ولې نه شي کولی يا نه غواړي چې دلته سوله راشي؟
دا يې هغه حياتي سوال همدا دی چې د پاکستان هدف څه دی؟ څه غواړي؟ ما پخپله له مشرف سره بحث درلوده په هغه وخت کې چې زه په کابل کې سفير وم [او هغه هلته ولسمشر وو]، هو. دوی رښتيا نه وايی. ممکن دوی کوم شی وغواړي چې نه شي کولی واضح ورباندې خبرې وکړي، ځکه د شرم خبرې به وي چې دوی وغواړي چې د افغانستان ځينې مناطق (سيمې) بايد زموږ د ګروپونو چې موږ د هغوی طرفدار يو، لکه د حقاني ګروپ بايد د هغه تر تصرف (ولکې) لاندې راشي. يا دا چې افغانستان بايد خپل خارجي (بهرنی) سياست بايد د اسلام اباد تر کنترول لاندې راوړي، يا دا چې افغانان دا ډيورڼد ورسره رسمي کړي. دوی نه شي کولی چې رښتيا ووايی غواړي تر هغه پورې چې د دوی اهداف څوک ومني غيرمستقيم هغه خپل جاسوسان چې په افغانستان کې دي ختماً چې د دوی لپاره هلته کار کوي په قدرت راوړي چې د هغوې له لارې نه هغه خپل اهداف مستقيم ووايی. امريکا هم اوس دېته ته متوجه شوې ده او دوی غواړي چې د پاکستان له خوا نه دا واوري چې دوی په افغانستان کې څه غواړي؟ تراوسه پورې امريکا هم نه پوهيږي چې دوی څه غواړي؟
پوښتنه :
ډاکټر صاحب اجازه راکړئ چې يوه اخري (وروستۍ) پوښتنه وکړم چې تاسو متحده ايالات ذکر کړل، ټول داسې توقع لري چې متحده ايالات پر پاکستان نفوذ لري او خصوصاً نور غربي هېوادونه، لکه برېتانيا او نور. ولې دوی چې په دومره حقايقو پوی دي پر پاکستان داسې فشار راوړي چې واقعاً مجبوره يې کړي چې هغه د سيمې د ثبات لپاره، د بشري کومکونو له مخې نه، هغه د منطقې (سيمې) د رُشد لپاره دوی اصلي اقدام وکړي، کومک وکړي؟
ځواب :
امريکا په پاکستان کې مختلفې منافع لري. د ځينو منافعو د موفقيت لپاره دوی پاکستان ته د مثبت تماس لپاره هم ضرورت لري. ځکه چې مثلاً د پاکستان د اتومي پروګرام امنيت دی. دا بمونه چې دوی لري پر يو اعتماد ورسره ساتلي وي، اما امريکې پاکستان ته ويلي دي تر هغه پورې چې د افغانستان مساله حل نه شي دا رابطه مستقر نه شي کيدای. اما دوی حاضر نه دي چې دا رابطه قطع (پرې) کړي، او ورته ووايی تر هغه پورې چې دوی د افغانستان مساله حل نه کړي دا به همداسې وي.
پوښتنه
اما دوی په دې تمه دي چې له افغانستان سره کومک په امن کې وکړي چې بيا روابط نور هم ښه شي؟
هو، حتی نور به هم ښه شي. اوس خو له هندوستان سره د امريکې روابط ډېر ښه دي او هره ورځ ښه کيږي. اما پاکستان هم غواړي چې همداسې يوه رابطه له امريکې سره دوی ولري اما مشروط، دوی ورته ويلي دي. زه مطمئن يم چې پاکستان ته دا خبرې ويل شوي دي تر هغه پورې چې د افغانستان مساله حل نه شي د دوی دا رابطه به همداسې چې ده دوام به ومومي.
مننه ډاکټر صاحب، له دې نه چې زموږ بلنه مو منلې وه او دا مهمه تبصره مو لرله.
سيد سليمان اشنا
په درنښت
سيدحسين پاچا
https://youtu.be/nNI0E0ELJS0?list=PL7w7v-ilQCCtDOhiazXKi61VYURmHuW0J