
خپل مخالف ته يې صدارت څه ان چې مرغانچه هم په کابل کې نه ورکوله، نو څنګه د سولې لپاره له خپل عزت او ابرو توېيدو ته تيار وو؟
کرزي د رباني ټاکل د سولې شوری د مشر په توګه په حقيقت کې سوله ټکنۍ کړه. سوله د مخالفينو ترمينځ په يو بې پرې درېيمګړي کيږي نه د ستونزې د يو اړخ په توګه، خو کرزي په لوی لاس ستونزه پر ستونزې حلوله. په بله مانا غوټه خلک پر لاسونو خلاصوي، خو ده پر خوله خلاصوله. د شمال ټلوالې ته يې د ډالرو سوړه پيدا کړه او د بهرنيانو پيسې يې بېځايه ولګولې چې نه يوازې ملت وبهرنيانو، بلکې خپل ضمير ته هم پړ دی
نوټ : دا چې کرزی يې هر څومره پر صابون پرېمينځي هغه نه پاکيږي. ان تر دې چې عصمت قانع يې په ټول تنظيم کې د يو پښتون په توګه ونه شو زغملی. ملي سرود يې نه شو زغملی همداسې نورې يې نادودې درواخله. نه پوهېږم چې پر کرزي يې څه کوډې پاسنۍ کړې وې چې له حده زيات يې توصيفوي. يوه لنډۍ ده :
هغه ناوې چې پخپله ښايسته وي + څوک به يې څه کاندي ښايسته د مور ونيا
دا ښه دی چې دا دين د الله تعالی دی او يوازې د هغه حق دی چې چا ته يې خوښه شي لارښوونه ورته کوي، نه د ستميانو، ماويستانو او اخوانيانو، کنه دوی خو به هېچا ته د دې حق نه ورکولی. ان تر دې چې د هدايت حق د پېغمبر په واک واختيار کې هم نه دی. ((انک لاتهدي من احببت ولکن الله يهدي من يشآء)).
ښاغلی کرزی ښه سړی دی، خو ځينې وخت بيا له حده زياتی کوي. دی داسې فکر کوي چې سياست مې په هند کې لوستی او له هر څه نه پوره يم، خو ولې د خپل ګاونډي له چل وفرېب سره دومره نااشنا دی چې شل ځلې يې سيند ته تږی بوته او بيرته يې تږی راوست. سره له دې چې د هند وبنګال وپاکستان وکشمير په شمول دا ټوله سيمه ان تر استراليا ونيوزرلينډه پورې د يو چا مستعمره وه، خو دا چې ځينو خپل ځانونه يو څه په نسبي ډول په اخلاقي لحاظ اصلاح کړل او چا لا تراوسه هماغه د دوه مخۍ صفتونه په ځان کې راټينګ کړي دي. په بله مانا اګر چې ګاندي وجناح دواړو دلته په برتانيا کې زده کړې کړي دي. دا چې ګاندې د هند لپاره څه وکړل او جناح څه وکړل تاريخ پرې ګواه دی.
خو کرزی بايد دا حقيقت له پامه ونه غورځوي چې دی خو په حقيقت کې همدا کرزی وو چې په لوی لاس يې د سولې پروژه تخريب او له خند وځنډ سره مخ کړه. کرزی بايد له ځان سره فکر کړی وی چې څنګه يو ماويست، ستمی - اخوانی واخوان د يو سوشيالېست د جغ لاندې سم يوځای روان ول، خو چې کله چوکه ورواچوله، نو بيا يې سره لارې جلا شوې، ځکه چې ايډيولوژۍ يې سره جلا وې. دغه منتر هلته بر په کابل کې د انقلاب په وخت کې له ماسکو سره هم وو چې څنګه يې د شهيد داود خان په مخالفت کې دواړه د خلق وپرچم ډلې سره يوځای او کودتا ته يې وهڅول، خو دغې موقتي اتحاد نه روس او نه د خلق ديموکراتيک ګوند ته کومه ګټه ونه رسوله .
دلته کوز بيا په پېښور کې چينايي کمونيستۍ داسې منتر وو چې درې متجانسې ډلې او ايډيولوژۍ يې سره داسې کوشېر کړې چې يوې له بلې سره هېڅ اړخ نه لګولو چې دغه منتر بيا په هغه وخت کې له روسانو سره نه، خو کله چې ماويست وستمی - اخوانی هلته ورغلل، نو دواړه خدای مفته په ګولو وروستل. بيا زموږ مارشال صاحب همدا استاذ صاحب په ګټه له پوتين سره ګوري او ورته وايی چې :
موږ خو له تاسو سره کومه دښمني نه لرو، خو تاسو موږ په دوستۍ نه نيسي.
همداسې يې د اروپايې اتحاديې په غونډه کې د توقع خلاف له تعصبه ډکې خبرې کړې وې چې طالبان ((ټول پښتانه)) بايد ووژل شي چې دې کار هغوی ټول ناهيلې کړل. دا چې ښاغلی کرزی اوس څه ببولالې وايی د قناعت وړ نه دي. اګر چې د کمونېزم زړی دلته په برتانيا راټوکېدلی، خو زرغون ولوی شوی بيا هلته په ماسکو کې دی او وده يې هلته کړې، خو دل وسټ پکې موږ شول. بېجنګ هم ترې اباد شو. زموږ ګاونډ هم ترې اباد شو. څوک اتومی شو او څوک د اتومي کېدو خوبونه ويني. يو ګاونډ مو بنګال له لاسه ورکړ، خو موږ يې بونګه وبرمته کړو او بل ته يې بيا په منځني ختيځ کې ښه پرېمانه نفوذ ورپه برخه کړ.
دلته کوزه بيا ستمي ومايستي ايډلوژۍ سره د قومي وژبنۍ ايډيولوژۍ پر بنسټ سره د پښتنو په مقابل کې يوه وه، خو ولې بيا د چينايي کمونيستۍ سره سره د امپريالستۍ ايډيولوژۍ تر نفوذ لاندې وې، خو اخوان داسې يوه ايډلوژي وه چې له دواړو سره جوړه نه راتله، خو ولې بيا يې هم د يو پوچ اسلامي شعار لاندې سره راټولې او منسجم کړې وې چې هېچا ترې ځان نه شو خوځولی. ان تر دې چې اوس هم ترې ځان نه شي خوځولی. ان تر دې چې په ژوند يې په ارګ کې د مشاور وړانديز ورته کړی وو.
له بل پلوه کرزي هم د مشر لالا يا د سي آی ای په کاسه اوبه څښلې وې او زموږ په جهادي پير کې د پنتاګون د جنګ ټوله پروژه د مجاهدينو آی ايس آی ته ورکړ شوې وه چې هغې دا ټول حرکت کنترولو. امريکا هم د اخوان په پرتله په جهادي پير کې له ماويست وستمي اخواني سره زياته خواخوږي لرله. دا ځکه چې دوی له د آی آيس آی په شمول له هر چا سره هر ډول معاملې ته تيار ول. د پيريانو جګړې کتاب، خاموش مجاهد او داسې نورو کتابونو د طالب په شمول له هر چا نه پرده پورته کړې.
حکمتيار خو د نجيب وړانديز ونه مانه چې په حکومت کې ورسره شريک شي، خو د جماعت اسلامي قاضي حسين احمد وحميدګل په منځګړيتوب يې بيا هر څه په داسې بېحيثيته بڼه ومنل چې په نوم صدراعظم وټاکل شو، خو له چهار اسياب نه يې ورته د خوځيدو اجازه نه ورکوله چې بيا ورپسې له هغه ځايه هم په هوا شو. که له يو لورې ورپسې د مشر لالا و د مأذون زور وو چې طالب يې ورته راپيدا او له بل لورې بيا هماغه ستمي وماويست له طالب سره د اخوان د ځغلولو او له صحنې نه د تجريدولو لپاره لاسونه سره ورکړل او له هغه ځايه يې سروبي او له سروبي نه لغمان او له لغمانه ننګرهار او له ننګرهاره يې ورپسې بيرته خپلې سوړې ته ورټول کړ.
يو متل دی چې :
مار خو کوږ ووږ ځي، خو چې سوړې ته برابر شي، نو بيا سم شي.
زموږ اخوانی مشر کله ناکله له امريکا نه انګيري او ورسره دښمني پالي، خو دېته يې بيا خيال نشته چې چا د اسمان شنو ته جګ کړې او بيرته يې زمکې ته راکښته کړې. په بله مانا مشر لالا بيا له خپلو اجاره کښو سره دومره مراعات کوي چې له هماغه يو چينله له ده سره يو شانته برخورد وسلوک کوي او له نورو سره بل شانته. پر ده يې قيودات وضعه کړي او هغوی يې بيا خوشې کړي. دی يې له واکه تجريد کړی او هغوی ته يې بيا پوره واک ورکړی. د حکومت اتيا برخې واک يې په هره برخه کې ورکړی. کرزی خو لا څه ان چې زموږ مفکر يې هم داسې ورته تړلی چې اوس يې ټغ له خولې هم نه راوځي.
کمونيست ډاکټر نجيب الله خو اخوان ته په حکومت کې د ورګډيدو بلنه ورکړه، خو يو ستمي - اخواني بيا پر بل اخواني باندې هېڅ نه لورول. په نوم يې صدراعظم کړ، خو نور يې ورته په کابل د استوګنې حق نه ورکاوه، نو دلته د کرزي و د رباني خبرې سره په تناقض کې دي. د پېغمبر د وينا پر بنسټ خو چې سړی څه د ځان لپاره خوښوي، نو بل ته يې هم ولوروي. ځان ته يې ارګ خوښاوه، خو خپل مخالف يې بيا په کابل کې نه پرېښووه. حال دا چې د دوی ترمينځ خو روغه جوړه قاضي حسين احمد وحميدګل کړې وه او هغه د دواړو پير کامل وو.
د سلالې پوستې پر بريد باندې د باچا خان لمسی هم دومره ګرم شو چې د پنجاب د ګټو لپاره ان ملګرو ملتو ته په يوه منډه ناست وو. زرداري تهران ته منډه کړه او هلته يې د نژاد سره د ګازو نلليکه لاسليک کړه او ګيلاني بيجنګ ته منډه کړه او له هاغه ځايه يې سپينې ماڼې ته په لوډسپيکر کې داسې ورواورله چې :
د چين دښمن زموږ دښمن دی.
له مشرفه نيولې تر نواز شريف وراحيل شرف ورضوان اختر پورې چې په دې وروستيو کې غني ته کابل ته راغلل همدا خبره تکرار کړه چې ((د افغانستان دښمن زموږ دښمن دی))، خو موږ او نور سره توپير لرو. موږ بيا څوک په هغه ترازو کې نه تلي په هغه کې چې نور تلي.
يو څه موده مخکې ممنون حسين چين ته تللی وو او هلته له چيني مشر سره څنګ په څنګ ولاړ او وايی چې موږ ټول ايغوري ترهګر په پاکستان کې چې په وزيرستان کې يې دېره کړي وو له مينځه وړي دي او يو هم نه دی پاتې، نو پوښتنه دا پيدا کيږي چې دا ايغوري ترهګر يې له چين سره د دغې نلليکې لپاره د چين لپاره د يو اجرتي قاتل په توګه نه وي وژلي؟
که دوی بالفرض دا کار کړی وي، نو بيا ولې دغسې اخلاص له امريکا سره نه کوي چې له نظامي مرستو پرته هر کال يو ميليارد ډالره مالي مرسته هم ترلاسه کوي.
زما نيوکه پر اسلامپالو او سياستوالو ده چې هلته ګيلاني د پاکستان په استازيتوب هلته په بيجنګ کې امريکا ته ګوتڅنډنه کوي چې ((د چين دښمن زموږ دښمن دی)). پوښتنه دا ده چې دا يې عقيدتاً ويلي که سياستاً؟
که يې عقيدتاً ويلي، نو اسلامپال ورته څه ځواب لري؟
او که يې سياستاً ويلي، نو بيا ورته څه ځواب لري؟
بيا دې همدغه حق موږ ته هم راکړي. د بېلګې په توګه که له غير مسلمو سره د ((اولياء)) يا ((موادت)) يعنې د اړيکومساله ده، نو هغه د ټولو لپاره يو شانته ده، دا تخصيص بيا پاکستان يوازې د ځان لپاره له کومه جايز بولي او نورو ته نه؟
له دې جوتيږي چې پاکستاني وافغاني اسلامپال وسياستوال يوازې او يوازې د پنجاب د بقا وهويت او تضمين او هم د غرب د ګټو لپاره رامينځته شوي چې له دغې نقطي نه د بيجنګ وماسکو نژدې څارنه وکړي. قربانيان به يې افغانان او ګټه به يې د نورو وي.
په درنښت
سيدحسين پاچا