د یتیمانو پالنه او لاس نیوی ګډاسلامي اوټولنیز مسؤلیت دی

 
دیتیم ښونه اوروزنه داسلام دمقدس دین له نظره ،پاک ،سپیڅلی اود قدر وړعمل دی، په قراني ایاتونو او نبوي احادیثو کي دیتم پر ښووني او روزني،له هغوی سره پر انصاف او  ښه سلوک ټینګارشوی او په ټول مسلمانانو د دغو اوامرو دعملي کولو امر شوی دی.چې کول ېې له پوره ثواب ډک دي.
 دېته په کتو دټولو ګډ مسؤلیت دی چي داسلام دسپېڅلي دین په رڼاکي د یتیموماشومانو ښوونې اوروزنې ته جدی پاملرنه وکړي،ښوونیزې او روزنیزې اسانتیاوې ورته برابرې کړي، ترڅو په اسلامي روزنه او عقیده سمبال وروزل شي او په راتلونکي  کي دټولنې اوخلکو لپاره دخدمت وړوګرځي .
خدای مه کړه ،که دې مهمې برخې ته پاملرنه ونه شي،دادنن ورځې یتیم ماشومان دسبا ځوانان او دبل سبا مشران به مو دژوند په سختیو کي سرګردانه،بېلارې او ددشمن دلاس اله به تري جوړه او په لوی لاس به ددښمن په ژرندې ته اوبه ورخوشې کړو.
د یوې عربي وېبپاڼې (muntada.islamtoday.net) په مننې چې لیکلي يې دي:
یوې یتیم پالونکې کونډې میرمنې او دیتیمانو مور لیکلی وايي چې: ما یوه اندازه پیسې د یتیمانو دپالنې لپاره ځانګړې او بېلې کړې،  مقصد مې دا و چې زما او زما د اولادونو په رزق او روزۍ کې اسانتیا راشي او  د دې لپاره چې زه به د یتیمانو ستونزه حل کړم الله(ج) زما او زما د اولادونو ستونزې حل کړي. نو له هغه وخت څخه مې چې د یتیم پالنه پیل کړه زما او زما داولادونو په رزق، روزۍ او کارونو کې اسانتیاوې رامنځته شوې. یانې  الله (ج) زما د لګښت عوض او بدل په دې دنیا راکړ. الحمد لله رب العالمین ة
دهمدې ویب پاڼې په بل ځای کې راځي، یوې یتیم پالونکي چې هیفاء نومیږي وايي: دیتیم له پالنې وروسته  د هغه مضمون په ازموینه کې  شامله شوم چې ماته تر ټولو مضامینو سخت اوستونزمن ؤ، په ازموینه کې مې په ښه ډول ځوابونه ورنه کړل، د ازموينې له ځایه پداسې حال کې ولاړم چې خپل ځان مې ناکام ګاڼه، نو الله (ج)ته مې داسي دعا وکړه (ای الله(ج)! ما ددغه یتیم پالنه یوازې ستا د رضا لپاره کړې وه، ته زما کار اسانه کړې) کله چې د ازموینې پایلې ښکاره شوې،  له څلورو څخه درې برخي دازموینې ګډونوال  ناکام شوي وو، لیکن زه دالله (ج)په فضل سره دهغو لږو کامیابو په ډله کې  په لوړه درجه بریالۍ شوې ووم.
له دې څرګندیږي چې دیتیمانو پالنه او روزنه څومره اړینه او له ثواب ډک عمل دی،پکار ده چې دټولنې فرد،فرد او په خاص ډول شتمن هېواد وال او مسؤلین دیتیمانو پالنې ،روزنې  او ددوی اقتصادي اوښوونیزو ستونزو ته زیاته پاملرنه وکړي اوداسې  پروګرامونه ورته برابر کړي چې ددوی سالم راتلونکی تضمین کړي.
خوشبختانه له څومیاشتو راهیسي په لغمان کې دنوې ولایتي رهبري په راتګ سره دې برخې ته پاملرنه زیاته شوې، څو،څوځله پر بې وزلو،یتیمو اوبې کوره شویو هېواد والو یوشمېر لومړنۍ مرستې ویشل شوي. چې په دې لړ کې د کار ټولنيزو،شهيدانو او معلولينو چارو رياست په چوکاټ کې دتېر نیکمرغه لوی اختر په ورځو کې تر ۹۰۰ زیاتو بی سرپرسته کورنیو او یتیمو ماشومانو باندې ۴۵۰۰څلور زره پنځه سوه  کیلو غوښه ویشل، د HHRD موسسې په مالي لګښت دلغمان والي لخوا په سل تنو يتيمو زده کوونکو چې انجونې او هلکان په کې شامل و د درسي لوازمو او نقدي مرستې وېشنه،د روانې میاشتې په  ۲۴ نېټه په ۲۸ بې وزلو کورنیو نغدي مرسته ویشل او د بي بي عایشي د انجونو د روزنتون په ۳۵۰ یتمو  زده کوونکو ژمنۍ البسې  ویشل هغه څه دبېلګې په ډول یادولی شو چې په دې وروستیو کې ورته د سیمه ییزې ادارې په همکاري  ویشل شوي دي.
ددې ترڅنګ په دې وروستیو کې دولایتي ادارې په بېدریغه هلوځلو او تلاشونو سره دبې وزلو،یتیمو  او بې سرپرتو  کورنیو دلاس نیوې،اقتصادي او ښوونیزې ودې،روغتیا او کارموندنې په برخه کې دسفما په  مرسته د ودان موسسې په مټ د۱۱۴ ملیونه افغانیو په ارزښت دوه کلنه پروژه په لاره اچول بل هغه غوره ګام دی چې د ولسونو لخوا دخورا تود هرکلي سره مخ شوی دی. او غوښتنه کوي چې مرکزي حکومت،نړیوال مرستندویان،شتمن هېواد وال،ملي اوسیمه ییز تجاران او کاروباریان د یتیمو او بې وسه هېواد والو ستونزو ته خپله پاملرنه زیاته او ددوی د ښې راتلونکي لپآر دې اړین ښوونیز،کاري او اقتصاد ته  وده ورکونکي فرصتونه رامنځته کړي،ترڅو دوی په راتلونکي د ټولنې د  اوږ دبار پرځای دخدمت مصدر وګرځي.
ددې لپاره چې تاسو ستړي نه کړم، دیو ځوان په صفت د ولایتي ادارې وروستي هر اړخیز فعالیتونه دستاینې وړ بولم ،امید دی چې دټولنې فرد فرد دیتیمانو پالنه او لاس نیوی خپل ګډاسلامي اوټولنیز مسؤلیت وګڼې او دا مسؤلیت ترسره کړي.
 
عابد