
تر دې وخته پورې به د مبایل غورځېدل اوبو ته د خفګان یوه خبره وه، خو اوس جاپان یو داسې قسم مبایلونه بازار ته وړاندې کړل چې کولای به شو چې د صابون پواسطه یې هم وينځو.
دغه مبایل د جاپان د (کيوسیرا) کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی او د دغې کمپنۍ انجېنران وایي چې دغه اسمارټ فون په هر قسم ماحول کې استعمالولی شئ، دغه انجېنران وایي که دغه مبایل ناولی یا ډېر ګرجن شي نو بغیر د کوم مصرف څخه یې په خپلو کورونو کې وینځلی شئ.
دغه مبایل ۵ انچه سکرین، ۱۳ مېګا پکسل کېمره، ۳۰۰۰ اېم اېچ بېټرۍ سره په ۴۶۵ ډالر بازار ته وړاندې کړی دی.
ژباړن: محمد مبین هڅاند