
سرچينه: رویټرز
د فیسبوک بنسټ ګر مارک زوکر برګ او میرمن یې پريس شیلا چان هغه ليک کې چې خپلې نوې زيږيدلې لور "ماکزیما چان زوکربرګ" ته يې ليکلی ويلي چې د خپل د فیسبوک ونډې ۹۹ سلنه چې وروستۍ هغه يې ۴۵ میلیارد ډالر کيږي خپل نوي بنسټ او هغې پروژې ته ورکوي چې د دوي په نوښت جوړه شوې او موخه يې د بشري ځواک لوړولو او برابرۍ رامنځ ته کول دي.
وروسته له هغه چې زوکر برګ خپل دغه پلان خپل فیسبوک پاڼه کې پسټ کړ ۵۷۰۰۰۰ زره خوښونه (لایکونه) يې خپل کړل، پيژندل شوې امريکايۍ سندرغاړې شکیرا، د کالفرونیا ایالت پخوانی والي آرنولډ سکوارزینګر، د مایکروسافټ بنسټ ايښودونکي بل ګيټس میرمن میلینډا بیلګيټس هم هغه وتلې څیري دي چې د زوکر برګ دغه پسټ لایک کړ.
زوکر برګ به هم مهاله چې د فیسبوک اجرايي مشر په توګه خپل کار مخ ته بيايي خپلې ميرمنې سره يو ځای به د خپل نوي نوښت چارې هم په غاړه لري.
د رويټرز راپور له مخې دا لمړی ځل نه ده چې ۳۱ کلن زوکر برګ چې د خیر ښې کڼې په برخه کې داسې څه کوي، بلکې هغه مهال چې ۲۶ کلن وه د "ورکړې تعهد" په نامه يې داسې يو پروګرام لاسليک کړی وه چې په ترڅ کې يې د نړۍ شتمنو څخه يې غوښتل تر څو د خپل د شتمنۍ نيمه برخه خپل ژوند کې بشرپالنه او خير ښې ګڼو چارو کې ولګوي.
وارن بيوفیټ د امريکې یو بل ميلياردر د زوکربرګ دغه هوډ ستایلو تر څنګ ويلي چې د مارک او د هغه د میرمنې دا چاره به د ميليونونو انسانانو ژوند وربدل کړي.
همدارنګه د بل ګيټس میرمن میلینډا ګيټس هم ويلي چې دا کړنه مونږ او نړۍ ته یو الهام دی.
راپور له مخې هر کال ۳۵۰ ميليارده ډالر د خير ښې ګڼې له لارې ټوليږي او لګيږي له بلې خوا کوم شتمن کسان چې په زیاته اندازه مرستې کوي د هغو عمرونه ۷۰ – ۸۰ کلونو پور وي خو دا چې زوکر برګ لا تر اوسه ۳۱ کلن دی او په دې اندازه پیسې د خیرښې ګڼې چارو کې لګوي، امريکا کې د پام وړ خبره ده.
زوکر برګ د خپل نوې زيږيدلې لور د زيږون هر کلي په توګه د خپل، د خپل د ميرمنې او خپلې لور انځور او ورسره یو ليک چې ۲۲۲۰ تور کې ليکل شوی خپور کړ. په ليک کې د روغتیا، تعلیم او انټرنټ ته لاسرسي په څير موضوعګانې رانغاړل شوي دي.