
د استاد اجمل ښکلي اثر دی، چې د نړۍ ادب په اړه یې د هر یوه هیواد شاعران، لیکوالان او ځینې نړیوالي اصطلاح ګاني په بشپړه ډول څیړلي دي. پر لومړي مخ یې د نړۍ نقشه او د ځينو کتابونو انځورونه دي. د نقشی پر سر په غټو ټکو ( د نړۍ ادب) لیکل شوی او لاندې یې د لیکوال (اجمل ښکلی) نوم لیکل شوی.
د کتاب په بل مخ د لیکوال نور اثار او د خپرندویه ټولنې نوم لیکل شوی. کتاب دواړه مخه په ښکلي رنګونو پوښل شوی.
په دي اثر سره استاد ښکلی د پښتو ادبیاتو تشه یو څه ډکه کړي. دا به په پښتو ادبیاتو کې د نړۍ ادب په اړه بشپړ کتاب وي، چې د ښکلي صیب په ګوتو لیکلی شوی.
مخکې مو یادونه وکړه، چې پدې ټولګه کې د نړیوالو ټولنو او د هغوی د لیکوالانو او شاعرانو ژوند لیک او اثار په اړه پوره معلومات وړاندې شوي.
موږ چې د یوې کلمې ریښه ګورو، نو دا به د یوناني ژبې نه اخیستل شوي وي، نو د کتاب لومړي فصل هم لرغوني یونان په اړه دی. د یونان تاریخ، فلسفه، کرکتنه او ادبیاتو په اړه یې خبرې کړي،
د حماسي، غنایي او ډراماتیکو ادبیاتو مخکښان په یونان کي څوک ول؟ همدا اثر به مو جواب درکړي.
سقراط څوک او ولی محکمه شو؟ افلاطو او ارسطو څوک ول؟ ولی اپلاتون په خپل جمهوریت کې شاعر نه غواړي او که وي؛ نو سر به یې په خوشبویه تیلو غوړ کړي او بل هیواد ته به یې واستوي، د هومر، الیاد او ادیسې په اړه یې هم پوره خبرې کړي دي.
وروپسې بحث د لرغوني روم او لاتین ادبیاتو په اړه دی، چې ښکلی صیب په ښکلو الفاظو کې وړاندې کړي. موږ د روم او لاتین له ادبیاتو، تاریخ، فلسفي او ټولني خبروي. همدارنګه مو د لومړي او دوهم دوري له پاچاهانو او په دي دورو کې دلیکوالو او د دوی له اثارو مو خبروي.
مخکې د رنسانس د راتګ څخه په اروپا کې کوم حالت و، او ولی پاپانو خلک له (یونان، روم، لایتین) ادبیاتو لري ساتلی ول او نه یې پریخودل چې خپلو محلي ژبو ته یې وژباړې؟ ولي اروپایانو د کلیسا پرضد راپاڅیدل او مبارزه یې پيل کړه؟ رنسانس چیرته منځ ته راغی او نړۍ ادب ته یې ګټه څه وه؟ په دي اړه به مو د کتاب متن خبر کړي.
دود او فردي وړتیا د یو عنوان نوم دی، چې ایلیټ د شعر په رامنځ ته کولو کې خو شخصیت نه مني، د شخصیت پرځای هغه د دود/ سنت (Tradition) خبره کوي چې زموږ د شخصیت تابع نه وي، بلکې زموږ له شخصیته لوی او خپلواک وي او په دې توګه د شعر په ویلو کې د شخصیت نه، د دود/سنت تر اغیز لاندې یو.
پورتنۍ سرلیک هم همدي موضوع ته ځانګړی شوی او دا به هم ولولی چې شارعري له شخصیته تیښته ده، او عیني انډول څومره په کیسه او شعر کې مهم دی.
دا ټولګه به مو نه یواځې له اروپا له ادبیاتو خبر کړي، بلکې د ایران، اردو، هندي له ادبیاتو مو هم خبروي. رغښتوال یې بیا ترټولو ښکلی بحث دي، چې موږ ته د ژبې بحث وړاندې کوي.