
۲۰۱۱کال کې پېښور ته د مدني ټولنې د یوه پلاوي په ترکیب کې تللی وم. مونږ غوښتل چې د کرښې دواړو خواو ته د مدني ټولنې یو داسې ترکیب رامنځته شي چې که؛ د دولتونو تر منځ اړیکې ډېرې ترینګلې کېږي، دوی به لږ تر لږه د کوچنیو ستونزو د هوارۍ لپاره کار وکړای شي. د کرښې هاخوا هم ښه با احساسه پښتانه راټول شوي وو.
کله مو چې د مېز په سر بحث پیل کړ، یو کس (چې پخوا په افغانستان کې د پاکستان سفیر پاتې شوی و) د خبرو نوبت واخېست؛ نور یې نو په افغان دولت بریدونه پیل کړل.
هغه ویل: دېورند کرښې نه تاسې څه کیسه جوړه کړې ده، دا هسې زړه کیسه ده او تاسې هېڅ حق پرې نه لرئ. دېورند رسمي (بارډر) دی. تاسې د یو لوري نه سوله غواړئ او د بلې خوا نه دېورند غواړئ؛ دا دواړه څوک نه شي درکولای. د پاکستان حق دی چې ستاسې په وړاندې همداسې وکړي.
هغه بله شپه د کرښې هاخوا معزز مشران چېرته مېلمانه وو؛ زه هم وربلل شوی وم. کوربه غږ وکړ چې مېلمنو سره ستړي مه شي وکړئ. کتل مې چې یو په کې همدا کس ولاړ و او ادعی یې کوله چې دا کرښه هسې تحمیلي خبره ده او پښتانه څوک نه شي سره جلا کولای. لکه څنګه یې چې مشرانو (موخه پنجابیان) دا ارمان ځان سره یوړ، نور به یې هم ځان سره یوسي. مونږ یو وجود یو او یو وجود نه سره بېلېږي.
ورته حیران پاتې شوم؛ سترګې مې سره وسولولې چې دا هماغه کس دی که کوم بل؟! ښه مې په ځیر وروکتل، هماغه و.
سره له دې چې د کرښې هاخوا پښتنو وضعیت درک کولای شم؛ هلته د پښتنو په سر د پنجاب ۸۰۰۰۰لښکر پروت دی، آی اېس آی دی او د هغوی دسیسې دي؛ مګر دا ټول د ځینو کسانو اعمال نه شي توجیح کولای.
له کرښې هاخوا یو شمېر پښتانه داسې دي چې که د پاکستان دولت ورته دندې ورکړې، بیا خو تر یوه پنجابي ورهاخوا دوه آتشه پاکستانی دی او کله یې چې دنده ترې واخېسته، بیا نو دېورند نه مني.
له کرښې هاخوا معزز او متعهد انسانان لرو او هغوی باید د نوي نسل په روزنه کې کار وکړي. ځکه؛ هغه کسان چې له کرښې دې غاړې د هغوی ننګه کوي او دا خاوره مشترکه بولي هم، تر فشارونو لاندې دي او که د کرښې هاغاړه مېشت وګړي یې د وفادارۍ پاخه دلایل وړاندې نه کړي، دا نسل به نوره د دفاع کولو وس ونه لري.