سیاسي کوما

 
ولسمشر غني یې هغه ورځ د ناروغۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: افغانستان داسې هېواد دی چې مړي په کې حکومت کولای شي؛ دوه کاله د یوه مړه سړي په امر جګړه وشوه؛ زه خو ژوندی انسان یم.
همدې ته سوء تفاهم وایي؛ د سیاسي رهبرانو ژوند او مرګ، د هغوی د مدیریت او رهبرۍ، قوت او ضعف پورې تړلی وي. کله چې یو رهبر د سیاسي لحاظه مړ شي، ضرور نه ده چې ساه یې له تنه وځي. هغه به خوري، څښي؛ اکسېجن به اخلي، کاربن دای اُکساید به خارجوي؛ خوب به لري او ویښ به وي؛ خو، په سیاسي لحاظ به مړ وي. یو بل کس به لسیزې مخکې مړ شوی وي؛ خو، په سیاسي لحاظ به ژوندی وي او حکومت به کوي.‌
مائو مړ دی؛ خو، چینایانو یې مړی مومیایي کړی او لا تر اوسه د چین د ولس په زړونو کې ځای لري؛‌ په چین داسې حکومت کوي چې ولسمشران یې هم بې روحه او وچ شوي جسد ته په ملا نیم کاږه شي.
کېدای شي سړی په خپل ملک کې مثال ورکړي؛ داود خان یې شهید کړ، هډوکي یې نږدې کلونو کې وموندل شول؛ کنه قبر یې هم معلوم نه و. مګر، تاسې یې دا اوس د ډېرو کسانو د فېسبوک په پروفایلونو کې تصویر وینئ. مانا دا چې؛ داوود خان لا حکومت کوي؛‌ هغه هم په هغو نسلونو باندې چې هغه یې نه دی لیدلی.
برعکس، عبدربه منصور هادی (د یمن ولسمشر) چې په ۲۰۱۲کال ټاکنو کې (نږدې ۷۰سلنه یمنیانو په ټاکنو کې ګډون کړی و) یې ۹۹فیصده رایې اخېستې وې، د حیواني ژوند له اړخه ژوندی دی؛‌ خو،‌ له سیاسي اړخه په ژوندیو کې نه حسابېږي. هغه په خپل هېواد کې حوثیانو (شیعه لږه کي) چې د یمن لس سلنه هم نه جوړوي، پسې واخېست او شپږ میاشتې یې خپل هېواد پرې ایښی و. د هغه جګړه تر اوسه سعودي او ځینې نور کوي. هغه په سیاسي مرګ مړ دی.
نو؛
که غواړې چې د عزرائیل د وزرونو له سیوري نه لرې واوسې؛ پښې پیدا کړه،‌ زړه پیدا کړه او مخکې لاړ شه. ستا ناروغي هغه نه ده چې خلک پرې تبصرې کوي؛ ستا مرض سیاسي دی. قدرت سخت آزمېښت دی؛ په یاد یې کړه! یوازې څو میاشتې مخکې دې ځینو پلویانو درته بابا وویل؛‌ هغو پلویان دې درته په سختو مخالفینو بدل شول او په پښتونستان کې یې ستا تابوت په اوږو یوړ؛ ته ژوندی یې، خو؛ هغوی دې حتی فاتحه وانه خېسته،‌ تابوت ته یې درته اور واچاوه.
تر پرونه به مې چې د فېسبوک پروفایلونو ته کتل؛ ټولو د خپلو عکسونو په ځای، ستا تصویرونه لګولي وو. یعنې؛ ته دومره ډېر وې چې هر څوک (ته) وې.‌ مګر، په لنډو ورځو کې دې هغو کسانو عکسونه وسوزول.
ته ناروغ یې، سخت ناروغ، خو؛ سیاسي ناروغ،‌ تر دې چې سیاسي کوما ته تللی یې.
ستا درملنه د جرمني په روغتونونو کې نه کېږي؛ ستا تداوي ستا په جرئت،‌ ستا په زړه او ستا په دماغ کې ده.‌ لا هم فرصت شته، لا دې هم په ځینو پروفایلونو تصویرونه پاتې دي. که هغه هم د فېسبوک له دېوالونو ولوېدل او په ځای یې یوازې د نفرت مېخونه پاتې شول، بیا به ناوخته وي.
نو؛
یو څه به دا وګړي درته دعا وکړو؛ یو څه ته لږ رابیداره شه.‌