خـــــــاوره د جنت وه ، هســــې نوم يې د جنت نه و
ټولـــه مينـــه مينـــــه وه ، ذره پــــــه کــې نفرت نه و
ټوله سوله سوله وه ، هېڅ ځای د کوم وحشت نه و
هر ځای يې ارامي وه ، کوم تشويش د امنيت نه و
ټول عـــــزت عــــــــزت و ، د هېچا په کې ذلت نه و
دومـــــــره غـــــيرتي په دې دنيا ، کوم بل ملت نه و
خواره شې جګړې ، چې تا په دې خاوره ماتم جوړ کړو
دا زـــوږ جنت دې مـــوږ ته ولـــــې جهــــــــنم جوړ کــــــړو
مــــوږ ازاد ملت ، په ازادۍ باندې مــــــين وو مـــــــوږ
مــــــوږ ورانکاري نه ، په ابادۍ باندې مين وو مــــوږ
موږ وير زيږونکي نه وو ، خوښ مو خپل ژوندون کاوه
موږ د خوښۍ خلک وو ، ښادۍ باندې مين وو موږ
خوار دې دښمنان شي ، دوی زموږ په ضد څه چم جوړ کړو
دا زمــــــوږ جنت يې مـــــوږ ته ولــــې جهـــــــنم جـــــــوړ کــړو
مــــوږ د خــــپل وطن يوو ، بوراګان وطن ګلشن زموږ
مـــــوږ اسارت نـــه منو ، ازاد غــــــواړو وطــــــن زموږ
ګــــــران راته وطــــــن دی ، له اولاد او هم له تن زموږ
مــــــــــوږ ته په ميراث پاتې ، د ګران نيکه مدفن زموږ
څوک چې ورته بد ګوري ، نو خپل ځان ته يې غم جوړ کړو
دا زمــــــــوږ جنت دې مــــوږ ته ولــــــې جهـــــنم جــــوړ کـــړو
مــــــوږ دهشتګـــــر نــــه وو او لـــه شا مو په چا وار نه کړو
مــــوږه افغانانــــو ، بــــې خـــــبر پــــه چــا ګــــــــوزار نه کړو
هر څه مو څرګند کول ، د غلو په شان مو کار نه کړو
هر څه به چې وشول ، موږ له خپلو کړو انکار نه کړو
زه قـــيام حـــــيران يم ، چې دا چا له موږه ګرم جوړ کړو
خواره شې جګړې ، چې تا په دې خاوره ماتم جوړ کړو
دا زمـــــوږ جنت دې مــــوږ ته ولــــــــې جهنم جوړ کړو
الحاج الهام الدين قيام ، جرمني
وروستي