لسم سوال ځواب

لسم تپوس
ښې کوټې وي روانيږي وايه څه دی؟
منزلونه پې لنډيږي وايه څه دی؟
يو څو اوسپنې، لرګي دي يو ځای شوي
ډير بارونه پې وړل کيږي وايه څه دی؟
جواب :
الوتکې، بيړۍ ګانې او موټرې
چې سړی ورپکې ځی راځی له لرې
په زرګونه ټنه اوسپنه اوبو کی
يا هوا کې خوځوي ښکلې وزرې
يا په ځمکه باندې ځي د علم زور دی
عالمونه پکې کړي اوږدې سفرې
راډيو ګانې، تلويزيون تليفون ګوره
مونږه ناست يو بې خبره يو بل وژنو
اسمانۍ ولو بې ځايه لرې لرې
که دې دا تپوس جواب کړو خدمتګاره
نو منم دې چې لايق يې د خبرې
***
يوولسم تپوس :
راته ښايه هغه څه ده ځليدئ شې?
کلکه ښکاري په اسانه ماتيدئ شي
د رڼا سره ځليږي پلوشې کړي
د خوړو څښلو سامان ترې جوړيدئ شي؟
جواب :
دا هينداره ايينه ده چې ځليږي
هره خوا يې پلوشه ده چې خوريږې
يو کمال دې يو هنر دی د انسان
عجبه ده دا له شګو نه جوړيږي
مونږ يې اخلو ډير په وياړ بهر له ملکه
ورته ګورو چې مو مخ څنګه ښکاريږي
ستنه تار او اورلګيت جوړوی نه شو
د افغان کميس پرتوګ پې ګنډل کيږي
دولسم تپوس ته ووايه جواب
څه يې بولې چې پښتون پې ډير نازيږي
هم يې ژبه هم يې ننګ دی خدمتګاره
که هغه نه وې پښتون ولس ورک کيږي
***
دولسم توتپوس
پې ولس پيژندل کيږي هغه څه ده؟
پې مطلب پوهول کيږي هغه څه ده؟
که دې وساتله پاکه ښه دې زده کړه
ستا تاريخ پې ليکل کيږي هغه څه ده؟
که له لاسه درنه لاړله تباه شوې
ستا شتوالی پې ورک کيږي هغه څه ده؟
جواب :
داده ژبه مورنۍ درنه پښتو ده
چې هم ننګ دی هم غيرت د ولسوده
پښتانه غواړي تعليم په پښتو ژبه
چې يې نه مني دا نښه د پردو ده
مونږ د نورو ژبو زده کړه خپل وياړ بولو
د کابل او پيښور پښتو په تلو ده
خدمتګاره اوس به دا کسيۍ جواب کړې
زه به نښې کړم بيان د پوهيدو ده
***
ديارلسم تپوس
چې تورتم پې رڼا کيږي هغه څه ده?
د ژوند سختې پې حليږي هغه څه ده?
بينا ړوند وي بې هغې څه کوی نه شي
نړۍ ټوله پې چليږی هغه څه ده؟
که دې وويستلو زيار هغه دې زده کړه
انسانيت پی ښکلی کيږي هغه څه ده؟
جواب
دا د علم پوهې زده کړه ده تعليم دی
دا د ژوند د مانا زده کړه ده تعليم دی
د پښتون د ازمايلو بل ډګر دی
په غليم د حملې زده کړه ده تعليم دی
دا د توپ ټوپک دوران نور ختمول دې
د ورورۍ او مينی زده کړه ده تعليم دی
دا سيالي د ميړنيو امتحان دی
دا د روغې جوړې زده کړه ده تعليم دی
دا د جهل او تورتم په ضد قيام دی
دا د سپينې ورځې زده کړه ده تعليم دی
د پردو تورو لاسونه ختمول دې
اتفاق يووالی زده کړه ده تعليم دی
خدمتګاره اوس مې دغه کيسۍ واوره
چې لېکلې په څه زده کړه ده تعليم دی
****
څوارلسم تپوس
چې سپين وي په رنګ ښکلی شي دا څه دی؟
چې هر څه پې خرڅيدلی شي دا څه دی؟
علم پوهه پې ليکلی شي دا څه دی؟
چې په بانک کې چليدلې شي دا څه دی؟
جواب :
څوارلسم جواب کاغذ دقدر شی دی
د کاغذ کشف کول يو ستر بری دی
څوک چې ولولي کتاب دا به ترې زده کړي
چې يارې د کاغذ کړي هغه ژوندی دی
په يو وخت ام البلاد د پوهې ځای ؤ
اوس چې څوک لندن ته ځي نو ښه زلمی دی
په دې ننګ غيرت زمونږه ډير افسوس دی
چې کاغذ هم لندنی يا جرمنی دی
مونږ خبرو کې ځان لوړ بولو نړۍ ته
خو دکور او کلي هر شی موپردی دی
اوس يو بل تپوس کومه خدمتګاره
مهربانه کومه ښځه کوم سړی دی؟
***
پينځسلم تپوس
چې ډير حق يې په تا زور دی هغه څوک دی؟
ستا لپاره اوبه اور دی هغه څوک دی؟
تل د زړه له کومې غواړي ارامي ستا
ستا خوښي يې ساز او سور دی هغه څوک دی؟
ستا لپاره يې جنت له پښو لاندې
ښه خدمت ئې په تا پور دی هغه څوک دی؟
جواب :
چې له ټولو مهربان دي مور او پلار دي
ستا لپاره تر خپل عمره لاس په کار دي
هغه لور او زوې دې ووياړي په ځان
چې خدمت د مور او پلار ئې افتخار دی
هی افسوس چې تللی عمر خوشې تير شو
نه مې مور له خدمت کړی نه د پلار دی
راته وايه خدمتګاره څه ئې بولې
چې دې ټول عمر د زده کړې پوهې يار دې
***
شپاړسم تپوس
چې په ګوتو کې لوبيږي وايه څه دی؟
په ډير کار نه ستړی کيږي وايه څه دی؟
پوهه ډيره پې زياتيږي وايه څه دی؟
ښه ژوندون ته پکاريږي وايه څه دی؟
جواب :
چې د پوهې پهلون دی دا قلم دی
ستا د فکر ترجمان دی دا قلم دی
ولسونو ته قلم پوهه ورښائې
چې ګټلی ئې جهان دی دا قلم دی
زه به نښې د قلم د عشق بيان کړم
چې څټلی ورله ځان دی دا قلم دی
اوس دې عقل نه کار واخله خدمتګاره
چي ليکلی پې بيان دی قلم دی
***
اوولسم تپوس
ټوله شپه او ورځ بيداروي هغه څه دئ؟
ستا ليدو ته انتظار وي هغه څه دئ؟
چې هر وخت ئې خواله ورشئ په خندا وي
مشغولا ته دی تيار وي هغه څه دئ؟
په خندا درته د مخ خالونه ښائې
مرستندوی سخته کی ياروی هغه څه دئ؟
جواب :
چې پوهان ئې تل د مخ خالونه شماري
د قلم د ښکلی ځولی نښی پری ښکاري
دا کتاب دی چې ستا هر ليدوته خاندي
تل د زړه په سترګو سترګئ د يا څاري
زه به نښی اوس يو څو کړمه بيان
تش په غږئی دوښمنان ټول نا قرارئې
چې هم نوم دی او هم دود دی خدمتګاره
دی کيسۍ نه علامی د هغی ښکاري
***
اتلسم تپوس
لوی پښتون پی لوړ مقام دئ هغه څه ده؟
پی سرلوړئ او نيکنام دئ هغه څه ده؟
هم ئې نوم دئ هم ئې ژبه هم ئې دود دئ
باندی ياد دغه لوی قام دئ هغه څه ده؟
جواب :
دا پښتو ده چې هم ژبه هم غيرت دئ
زمونږ دود دی زموږ وياړ دې زمونږ پت دئ
پښتانه ټوله نړۍ کې لوړ ياد دی
که مو وساتله شان زموږ اوچت دئ
خو افسوس چې پښتو وايو پښتو، نه کړو
لراوبر ويده په ستر خوب د غفلت دی
کور دوښمن رانه ويشلی دی د پلار
ژبه مونږه ورکوو دا مو وضعيت دی
درته وبه کړمه بله يوه پوښتنه
صفتونو د پښتون کې يو صفت دی
دی کيسۍ تته خدمتګاره جواب ورکړه
د پښتون د قوم ځانګړی يو خصت دی
***