د بابا پچه توره تيره کول غواړی
دجنګ له تور ښامارنه سرغوڅول غواړی
زلميه ځان پری پوه کړه شه رابيدار له خوبه
کاروان تيريږی درنه منزل ته تلل غواړی
پيغلو لاسونه سره کړل به لوړ غيرت دزلمو
د ملالۍ به اواز نعره کول غواړی
ميندو هم ملا ټړلی دننګ ميدان ته درومی
ويده غيرت د بچو را ويښول غواړی
چی تمدن نه منی دی د فرهنګ دوښمنان
له شيطانانو ځينی ملک خلاصول غواړی
په يو يو والی سره لوی افغان بچوړو
ورانه جونګړه دپلار ابادول غواړی
١٣٧٥ جدی
وروستي