
سرچينه: ټیلیګراف
شمالي کوريا چارواکو دغه هيواد کې ټولو هغو کسانو ته چې اوږده ويښته لري امر کړی تر څو خپل وښتو سټایل د دغه هيواد رهبر کيم جونګ اون ته ورته جوړ کړي. د سويلي کوريا چوزین لبو ورځپاڼې راپور له مخې د شمالي کوريا حکومت پلازمينه پيونګیانګ ښار کې فرمان صادر کړی چې ټول اوږده ويښته لرونکي کسان دې خپل ويښته د دغه هیواد مشر په څیر حد اکثر 2 سانتي متره جوړ کړي. دغې کړنې موخه کیم جونګ اون ته درناوی ښودل شوی دی.
د ورځپاڼې د راپور له مخې چارواکي ليوال دي تر څو دا فرمان په هغو کسانو پلی کړي چې خپل ويښته يې اوږده پريښي له همدې امله په پوهنتونونو کې هم تنظیم کونکي بیاتي په لاس ګرځي راګرځي او د کومو زدکونکو ويښته چې اوږده وي ورقیچي کويې.
ويل کيږي کیم جونګ اون د خپل د ويښتو بڼه خپل نيکه کیم ایل سونګ څخه چې د شمالي کوريا بنسټ ايښودونکی ګڼل کيږي، خپله کړې ده.
داسې هم ويل کيږي چې کيم جونګ اون دې لپاره چې څيره يې خپل نيکه ته ورته شي پلاستيکي جراحي هم کړې ده.